افغانستان کې د پارلماني ټاکنو لپاره نوم لیکنه پیلېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د اعلان پربنسټ پارلماني ټاکنې به د تلې میاشتې به ۲۸ مه وشي.

سر له سبا د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې ټاکنو ته د رایه اچوونکو د نوم لیکنې بهیر پیلیږي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وايي، د نوم لیکنې دا بهیر په دوو پړاوونو کې ترسره کیږي چې لومړی هغه یې په ښارونو او دویم یې په ولسوالیو او کلیو کې وي.

د کمیسیون اټکل دا دی چې په هېواد کې له ۱۲ تر ۱۵ میلیونو وګړي د رايې ورکوونې په شرایطو برابر دي.

د رایه اچونکو د نوم لیکنې بهیر د راتلونکو ټاکنو لپاره لومړنی عملي ګام دی چې پورته کیږي، کمیسیون له افغان ولسمشر او اجرائیه مشر څخه غوښتي چې سبا شنبه د نوم لیکنې یوه مرکز ته ورشي او د یوه رایه ورکوونکي په توګه ځان ثبت کړي.

د ټاکنو کمیسیون وايي سر له سبا په ټولو ولایتونو کې د نوم لیکنې یونیم زر مرکزونه پرانستل کیږي چې تر یوې میاشتې به دوام ولري.

د ټاکنو کمیسیون غړي رفیع بیدار بي بي سي ته وویل چې یوه میاشت وروسته په ولسوالیو او کلیو کې د نوم لیکنې ورته مرکزونه پرانستل کیږي چې تر دوو اونیو پورې به پرانستي وي.

ښاغلی بیدار زیاتوي چې نوم لیکنه د تابعیت تذکرې پر بنسټ ترسره کېږي او له دې سره به هر رایه ورکوونکي ته ځانګړی د رایې ورکوونې مرکز هم په نښه کېږي.

افغانستان کې د تیرو ولسمشریزو ټاکنو نانندریو یو شمیر خلک پر دې بهیر بې باوره کړي دي. خو کمیسیون وایي د روڼوالي لپاره یې پخواني ټول کارتونه بې اعتباره اعلان کړي او زیاتوي چې هر رایه ورکونکی باید له سره نوم لیکنه وکړي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د اعلان پربنسټ پارلماني ټاکنې به د تلې میاشتې به ۲۸ مه وشي.

نن جمعه یو شمېر ولایتونو کې په امتحاني ډول نوم لیکنې پیل شوې او کمیسیون وايي، د نوم لیکنې لپاره یې اړین توکي د ښارونو مرکزونو ته استولي دي.

سره له دې چې سبا د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو نوم لیکنې پیلېږي خو د ټاکنو په اړه امنیتي اندېښنې لا هم پر خپل ځای ولاړې دي.

د ټاکنو امنیت ساتل افغان امنیتي ځواکونو ته له ننګونو ډکه ازموینه ګڼل کېږي، خو حکومت د دې لپاره پرې ټینګار کوي چې د اوسنۍ ولسي جرګې پر پنځه کلنې دورې درې کاله نور هم اضافه شوي دي.