جنرال نېکلسن: پر طالبانو ټولنيز او پوځي فشار زياتوو

په افغانستان کي د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت مشر جنرال جان نېکلسن وایي په دې هېواد کي د سولې لپاره به پر وسله والو طالبان د دیپلوماتیکو او ټولنیزو فشارونو تر څنګ پوځي فشارونو ته هم دوام ورکړي.

د بهرنیو ځواکونو دغه قومندان کندهار ته تللي و. په دغه سفر کې د افغانستان د ملي امنیت لوی رئیس، د کورنیو چارو او سرحدونو وزیرانو تر څنګ یو شمېر بهرنیو سفیرانو هم د جنرال نېکلسن ملګرتیا کوله.

نوموړي وویل، کندهار ته یې د سفر موخه د امنیتي وضعیت ارزونه، د سولې په اړه خبرې او راتلونکې ولسې او ولایتي شوراګانو ټاکنې دي.

نوموړي وویل، نړیواله ټولنه به تر هغو خپلو پوځي فشارونو ته دوام ورکوي، چي وسله وال طالبان سولې ته چمتو شوي نه وي.

د جنرال جان نېکلسن په خبره"لکه څرنګه چې تاسو ګڼو کسانو راته ويلي، د طالبانو ګڼ مشران سوله غواړي مو غواړو چې طالبان خپلو سيمو ته ستانه شي او دلته په کندهار کې په سوله کې ژوند وکړي په ورته وخت کې به موږ د دغه وړانديز تر څنګ پر هغوی ديپلوماتيک او ټولنيز فشار واچوو چې سولې ته راشي په ديپلوماتيکه برخه موږ بايد پر پاکستان فشار واچوو چې د سولې د بهير ملاتړ وکړي".

د نوموړي په وينا پر پاکستان به فشار زیات کړي څو طالبان سولې ته چمتو کړي.

د نېکلسن په خبره ټولنیز فشارونه هم د سولي برخه کي خورا مهم دي او نوموړي دې برخه کي هلمند او کندهار کي د ولسي وګړو وروستیو هڅو ته اشاره وکړه.

د بهرنیو ځواکونو دغه قومندان وویل، د ټاکنو تر سره کېدل او په هغه کې د افغانانو پراخه ونډه به پر وسله والو طالبانو بل ټولنیز فشار وي.

د نوموړي په خبره رڼې او پراخې ټاکنې به حکومت ځواکمن او قانوني کړي.

د انځور حقوق FB
Image caption د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق همدې غونډه کي له مرکزي حکومته وغوښتل، چې په دغه ولایت کې د رایه ورکونې مرکزونه ډېر شي

د کندهار د ځینو قومي مشرانو تر څنګ د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق همدې غونډه کي له مرکزي حکومته وغوښتل، چې په دغه ولایت کې د رایه ورکونې مرکزونه ډېر شي.

ښاغلي رازق وویل چي په ۱۳۸۳ کال کې چي د وګړو شمېر شاوخوا ۳ میلیون تنه و، په کندهار کې ۲۸۴ د رایه ورکونې مرکزونه وو، خو اوس دغه شمېر ۲۲۱ ته راټیت شوی.

د نوموړي په خبره ځیني ولایتونه، چي تېرو ټاکنو کي یې د رایې ورکونې مرکزونه ۹۹ وو، اوس ۲۵۶ مرکزونه پام کي ورته نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ځایي چارواکو ته ژمنه ورکړه چې ټولې ستونزې به یې سبا له ولسمشر سره په هغه غونډه کې شریکې کړي، چي د راتلونکو ټاکنو په تړاو جوړېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب