جګړه پر کرښه، بحثونه پر فېسبوک

Image caption د ځاځي میدان په نښته کې ولسي وګړو هم برخه واخیسته.

د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغان او پاکستاني ځواکونو نښته د دواړو لورو قامي مشرانو په منځګړتوب درېدلې.

دې شخړې په دواړه هېوادونو کې پر خواله رسنیو هم تود بحث را پارولی.

د یکشنبې پر ورځ چې د نښتې خبر خپور شو، ځینې لر او بر پښتنو قام پرستو دا نښته د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر هڅو د سیوري غوړولو لپاره پلان وباله.

افغان کارن بهیج عثماني دا نښته د پاکستان د څارګرو ادارو يو مهم پلان بللی او وایي، هغوی د سيمې خلک راپارولي چې د يو بل پر وړاندې ټوپکونه راواخلي:

"مري خو هسې هم پښتون،‌ که دې خوا ته دی او که هغې خواته. خو ګټه به يې پنجاب اخلي".

Image caption افغان ځواکونه په ځاځي میدان کې پاکستانۍ ملیشې سره په نښته کېوتل

د کورمې یو اوسېدونکي زیشان حیدر خواله رسنیو کې لیکلي، کله چې کشمیر کې جګړه وي ځايي خلک یې امن سیمو ته لېږدول کېږي، خو پر ډیورنډ کرښه چې له افغان لوري سره تاوتریخوالی جوړ شوی، ولسي خلک جګړې ته هڅول کېږي.

د دغه ځوان هغه فیسبوکي تبصره هم ډېرو کسانو شریکه کړې چې پکې په ۲۰۰۹ کال کې د کورمې د فرقه ییزې جګړې پر وخت یې د پاړه چینار د کلابندۍ کیسه کړې.

زیشان وایي، د کلابندۍ په هغو ورځو کې یواځې له پکتیا او خوست نه دوی ته له خوړو او درملو نیولې ان تر سیګرټو پورې توکي ور رسېدل.

افغان لوري د پاکستان د پنځو امنیتي ځواکونو مړي وسپارل

خوست والي: ځاځي میدان کې جګړه درېدلې

"پر کونړ د پاکستان توغندیز بریدونه بیا پيل شوي"

پاکستان مني چې په دغه جګړه کې یې دوه پوځیان وژل شوي او پنځه ټپیان دي.

خو افغان لوری وايي، پنځه پاکستاني سرتېري یې وژلي دي او یو یې نیولی دی.

د نیول شوي پاکستاني پوځي انځورونه هم په خواله رسنیو کې خپاره شوي دي. په دې اړه هم خلکو خپل نظرونه لیکلي چې باید له ډې پوځي سره څه وشي.

ډېرو تبصرو کې ورته لیکلي، که پښتون وي ازاد دې شي. خو یو شمېر نورو ورته د سختې سزا غوښتنه کړې.

افغان چارواکو ویلي، نیول شوی پوځي پاکستان ته وسپارل شو. دا چې څه ور سره شوي، څوک خبر نه دي.

Image caption ځایي خلکو هم د افغان ځواکونو په ملاتړ جګړې ته ور ودانګل

خو د حسین عالم په نامه یو کس لیکي، له نیول کېدو وروسته د پاکستاني پوځي درملنه شوې او بیا د زندان پر ځای حجرې یا مېلمستون ته بېول شوی او د مېلمه چلن ور سره شوی دی.

څوک څه پوهېږي چې له هغه سره څه چلن شوی، خو دا خبره یې جوته کړه چې د ډیورنډ دواړو غاړو پښتانه د بل پښتون په وژنه خپه کېږي.

د یکشنبې ورځې نښته د ډیورنډ کرښې د دواړو لورو خلکو د فیسبوکي هڅو پر ځای د قومی مشرانو په منځګړتوب او هڅه ودرېده.

د کورمې او ځاځي میدان مشرانو د دواړو لورو ترمنځ اوربند وکړ او د پاکستاني پوځیانو مړي هم اوس د پاکستان حکومت ته سپار شوي.

د قامي مشرانو دې جرګې او هڅو کامیابه تجربه دا ښيي چې پر ټوله کرښه د تاوتریخوالی په درولو کې د دوی رول نتیجه ور کوي، خو که خپل واک ته پرېښودل شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب