ښځې ولې په فیسبوک کې بحث نه کوي؟

Image caption پښتنې ښځې په فېسبوکي بحثونو کې ډېره ونډه نه اخلي

فېسبوک اوس پر یوه ټولنیز ‌‌‌‌‌‌ډګر بدل شوی. داسې ‌‌‌‌‌‌ډګر چې که انټرنېټ او ځیرک تیلیفون ولرئ نو ورته راتللی شئ. دا مهمه نه ده چې تاسې څوک یاست او څرنګ یاست.

د فېسبوک میدان تل له بحثونو ‌‌‌‌‌‌ډک وي، خو یو نیم وخت د کلي پيتاوی رایادوي چې یوازې د سړیو بان‌‌‌‌‌‌ډار پکې جوړ وي.

د پښتنو ښځو غږ دلته هم خپ دی، لکه کلي کې چې د برجورو کلاو شاته پټې وي.

تاسې پام وکړئ، هر چېرې چې بحث وي، نو د نارینه و به وي.

د بېلګو لپاره د ځینو مشهورو رسنیو فېسبوک پاڼې وګورئ. هغه مطلب چې تمه کېږي ښځې به پرې خبرې وکړي، تبصرې یې نه وي.

‌‌‌‌‌‌ډګر هلکانو نیولی وي.

Image caption ایا فکر کوئ چې پښتنې ښځې پر فېسبوک د ویلو لپاره څه نه لري؟

فکر کوئ، فیسبوک کې د ښځو کمی دی؟

تر سړو د ښځو شمېر لږ دى. خو په هغو لږو کې هم بیا د ګوتو په شمېر یې په بحثونو کې فعاله ونډه اخلي.

خو څه لامل دی چې دوی بحث نه کوي؟

ګومان کوئ پښتنې ویلو ته څه نه لري؟

Image caption د ګوتو په شمېر پښتنې په بحثونو کې فعاله ونډه اخلي.

محبوبه اکبر، فعاله ده. ښوونکې ده، د مطالعې څښتنه ده. خو عام فیسبوک کې یې خبرې لږې دي. لامل یې څه داسې راته بیان کړ:

"هلته اکثره بې‌ سواده او بې ‌جنبه خلک تبصره کوي، يا راځي ماته په ریپلای کې بدې خبرې کوي. اول سر چې ما ايډی جوړه کړې وه همداسې پاڼو کې مې تبصرې ليکلې. بيا ځينېو پرېوتو خلکو ماته پيغامونه کول او يوه خو پکې ښې بڼکې را و ايستلې، خو هغه وخت مې خپل نوم نه و. ځينو به راته ليکل چې موږ خبر يوو چې ته د امريکا جاسوسه یې. نو ما ويل تر دې چې څه ونه ليکم ښه دي. اقلا غوږونه خو به مې ارام وي. "

د ښکلا ګیله بېله ده:

"ان که د شخصي ملګرو چې فیسبوک یې عام دی، یو تبصره وکړم. د هلکانو له بلنو او بې ځایه مسجونو څو ورځې نه خلاصیږم."

خو، خبره د ښځو یا نجونو په پټو فیسبوکي ګروپونو کې داسې نه ده.

Image caption نجونې ډیرې له دې امله په فیسبوکي بحثونو کې برخه نه اخلي چې وروسته بیا بلنې او مسجونه ور استول کېږي.

پرون مې د بي بي سي پښتو د فیسبوک یوه مطلب کې څو میرمنې ټګ کړې. په دوی کې یې څو محدودو نجونو ځواب راکړ. خو همدا مطلب مې د ښځو په يوه پټ ګروپ کې ولیکه، ‌‌‌‌‌‌ډېرو هلته خبرې پرې وکړې.

ځینې شاعرانې پېژنم چې خپل شعر یوازې همدې ګروپونو کې لیکي، وايي د نارینه وو د وږیو سترګو د زغم حوصله نه لرو.

دا څو ورځې مخکې مو د جن‌‌‌‌‌‌ډر په ټولګي کې بحث و. لکچر پر دې و چې ټولنه کې ښځې ‌‌‌‌‌‌ډېرې نه غږیږي، نارینه برلاسی وي. ‌‌‌‌‌‌ډېرو هلکانو ټولګیوالو مو رد کړه، ویل یې ښځې خو په را‌‌‌‌‌‌ډیوګانو مشهورې دي. مطلب ‌‌‌‌‌‌ډېرې غږیږي. نو څنګه ممکنه ده ټولنې ته چې راوځي خبرې دې ونه کړي، یا دې غلې او ګوښه ګیرې شي؟

ښوونکې مو وخندل، ویل ښځې هغه وخت غږيږي چې له ښځو سره وي. چې کله له سړیو سره مخ شي، غلې وي. دې ویل څېړنه ښيي چې یو دلیل چې ښځې غلې کیږي دا دی چې نارینه حاکم دي، یانې هغه د بحث واک واخلي. بل یې دا دی چې عام فکر دا دى چې ښه ښځه باید غلې وي. ما له وړکتوبه عادت درلود له نیکه سره مې بحث وکړم، یوه ترور مې وه تل به یې راته ویل ښې ښځې د سړیو مخکې ‌‌‌‌‌‌ډېرې نه غږیږي.

Image caption ځینې شاعرانې پېژنم چې خپل شعر یوازې پټو ګروپونو کې لیکي.

خو دا چې د فیسبوک نجونې ولې ‌‌‌‌‌‌ عامو پاڼو، یا فیسبوک باندې بحثونه نه کوي یو ځواب نه شو ورته لرلی. ښايي زموږ د استادې په وینا د نارینه سیوری پراخ وي، یا هم ښايي د ښې ښځې په لټه کې وي، یا هم له نیوکو ‌‌‌‌‌‌ډار لري. او یا ښايي رښتیا د هلکانو د ‌‌‌‌‌‌ډېرو مسجونو او بلنو حوصله نه لري. خو که دليل هر څه وي دوى په حقيقت کې ټولنه له يوه متفاوت نظره محروموي.