ولې عربستان کې ۳۵ کاله وروسته سینما؟

. د انځور حقوق AFP

سعودي عربستان د یوه امریکايي فلم د نندارې په وړاندې کولو، پر فلمي سینما د څه باندې درې نیمو لسیزو بندیز پای ته رسولی دی.

سعودي حکومت پر تېلو د خپلې اقتصادې تکیې د کمولو او د ساتېرۍ د صنعت د پراختیا په لړ کې دې کار ته لاس اچولی، چې له مخې به یې ښځې او نارینه په ګډو تالارونو کې فلمونه کتلای شي.

په سعودي عربستان کې له اوږده انتظار وروسته د لومړۍ سینما د پرانیستې په مراسمو کې د دغه هېواد د کلتور وزیر وویل، دا هغه شېبه ده چې په سعودي کې د سینما مینه والو یې له کلونه کلونه انتظار کاوه.

هغه څه چې د ده په وینا د سعودي د مشرتابه له ملاتړ پرته یې امکان نه درلود

د سینما د بیا پیل په مراسمو کې امریکايي فلم بلک پانډا نندارې ته وړاندې شو خو نندارې ته یې یوازې ځانګړي چارواکي، هنري څېرې او یو شمیر ډیپلوماټان ور غوښتل شوي وو.

فلم په ریاض کې د پاچا عبدالله په مرکز کې نندارې ته وړاندې شو چېرته چې په غیر معمولي توګه سعودي پیغلې ولاړې وې او د میلمنو ته یې ښه راغلاست وایه.

* ۳۵ کاله وروسته سعودي کې بیا سېنما پرانیستل کېږي

* افغانستان به سعودي عربستان ته د میلیونونو ډالرو مېوه صادروي

* د سعودي پر هوايي حریم د هند او اسراییل ترمنځ لومړنۍ الوتنه

مېلمانه یې د سینما لوی تالار ته ور بلل، خو تالار په په بل کونج کې د جاز غږولو یوې لوېدیځې هنري ډلې خپل هنر نندارې ته وړاندې کاوه.

په عربستان کې د سینما د بیا فعالیت پیل په دغه هېواد کې د نویو بدلونونو په لړ کې تر ټولو لوی او مهم ګڼل کېږي. ځکه په دغه هېواد کې مذهبي مشران له سیاسي مشرتابه سره د ښو اړیکو او ملاتړ له امله پراخ نفوذ لري خو داسې ښکاري چې نور دا نور دوام نه شي کولی.

په تېره هغه مذهبي مشران چې په دغه هېواد کې د ټولنیزو بدلونو او هنري فعالیتونو په وړاندې کلک دریځ لري او مخالفت یې کوي.

په سعودي عربستان کې د نویو ټولنیزو بدلونونو په لړ کې چې په پیل کې یې ښځو ته د موټر چلولو حق ورکړل شو، ور سره جوخت پر مخالف نظر لرونکو دیني عالمان هم نظر بند شول.

بل لور ته په دغه هېواد کې د سیل او ساتېرۍ کاروبار چې ډېر وګړي یې له ۳۰ کلنۍ کم عمر لري، د دې هېواد په اقتصاد کې هم لوی رول لوبولی شي.

په ۲۰۱۷ کال کې سعودي حکومت له هېواد بهر په ساتېرۍ شاوخوا ۳۰ میلیارده ډالر لګولي چې دا د سعودي د ملي عاید پنځمه برخه ده.

سعودي عربستان خلکو ته د سیل د وسایلو د برابرولو تر څنګ غواړې له دې لارې عایدات هم تر لاسه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په سعودي کې د نوي وجدا فلم کار کوونکې

د سعودی حکومت هڅه کوي چې له تېلو پرته له نورو سرچینو هم عاید تر لاسه کړي.

په تېره یوه پېړۍ کې د ال سعود کورنۍ یوازې له دوو لارو، نفتي ثروت او له محافظه کارو مذهبي عالمانو سره د نارسمي اړیکو له لارې خپل قدرت ټینګ کړی.

خو اوس باید دا هېواد ځان د ۲۱ پېړۍ د خلکو په څېر کړي، هغه پیړۍ چې دولتي بودیجه او کار موندنې ته یې یوازې نفتي ثروت بسنه نه کوي.

* سعودي کې د ښځو لومړنۍ "شرعي" ځغاسته

* سعودي عربستان تفریحي فعالیتونو کې ۶۴ میلیارده پانګونه کوي

ملک سلمان خپل ځوان زوی محمد بن سلمان ولیعهد وټاکه تر څو وکولی شي د دې هېواد له ځوانانو سره په ښه توګه همغږی شي.

محمد بن سلمان ښه پوهېږي چې سخته دنده ورله غاړې ده.

هغه باید د عربستان سوداګري له نفتي تړاو څخه راوباسي او پر دې وپوهېږي چې د عربستان ځوانان نور د خپلو پلرونو د ژوند له معیارونو خوند نه اخلي.

د انځور حقوق Getty Images

هغوی نه شي کولی په دولتي برخو کې ډاډه کار ومومي، نو ځکه ناچاره دي چې په خصوصي برخو کې کار وکړي.

لوېدیځ څارونکي فکر کوي چې سعودي عربستان د سیاسي حقوقو د ترلاسه کولو لپاره ناچاره دی په خپلو خلکو مرستې ودروي.

خو داسې ښکاري چې محمد بن سلمان غواړي د دوبۍ له تجربو ګټه واخلي او تر سیاسي خپلواکۍ د خلکو ټولنیزه خپلواکۍ ته لومړیتوب ور کړي.

سینما ته تلل هم د خلکو لپاره یو ډول مدني ازادي، خو ایا سعودي عربستان غواړي چې خپلواکه ټولنه ولري؟

تر دې وروستیو کلونو پورې به د عربستان رسمي چارواکو ویل چې د عربستان ټولنه ډېره محافظه کاره ده، خو اوس وايي چې نه، ټولنه ډېره فعاله او د نوي عصر سره برابره ټولنه ده.

عربستان کې بېلابېل ټولنیز لیدلوري

په عربستان کې له یو میلیون ډېرو کسانو له هېواده بهر زدکړې کړي دي. په داسې حال کې چې پاتې نور یې په دودیزه ټولنه کې لوی شوي دي.

د ښځو ژوند په ځانګړې توګه زدکړې، سفر او کار د سړیو په واک کې دي.

د انځور حقوق Getty Images

کله چې دولت ښځو ته د موټر چلولو، کنسرټ جوړولو او سینما کې د فلم لیدلو حق ورکړ؛ د کلتوري بدلون بحث را پورته شو.

د ۲۰۱۴ کال څېړنه ښيي چې په عربستان کې د اینټرنیټ له درېوو دوه برخې کاروونکي په انلاین بڼه فلم ګوري او په هرو لسو وګړو کې ۹ کسان ځیرک مبایلونه لري.

هغه کسان چې دوبۍ او بحرین ته د سفر کولو توان لري، کولی شي هلته سینما ته لاړ شي.

د سعودي عربستان یو شمېر هنرمندانو په دې هېواد کې د فلمونو صنعت ته مخه کړې ده چې له ډلې یې د "وجدا " فلم یادولی شو.

په ۲۰۱۷ کال کې د سعودي عربستان مفتي اعظم فتوا ورکړه چې ښايي سینما غیر اخلاقي او بې شرمانه فلمونه نندارې ته وړاندې کړي او سینما کې به د ښځو او سړیو ګډ تګ (فتنه) رامنځته کړي.

هغه وخت دې خبرو اورېدونکي درلودل، خو اوس یې نه لري.

دیني مشران د عربستان له جوړېدو وروسته د دغه هېواد مهم غړي وو او کولی یې شول ډېرې چارې پر ټولنه او د عربستان پر حاکمانو ومني.

په هر حال په ریاض کې د دې فلم ننداره دا په ډاګه کړه چې ساتېري کولی شي ژور سياسي، ټولنیز او اقتصادي نوښتونه را برسېره کړي.

ورته مطالب