تر ځمکه لاندې مخ پر ځوړ اوبه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تر ځمکه لاندې مخ پر ځوړ اوبه

د پاکستان او افغانستان په لويو ښارونو کې تر مځکې لاندې د اوبو سطحه ورځ په ورځ لوېږي. کارپوهان وايي د ژورو څاگانو تر حد ډېره کارونه يې يو دليل دى. د پاکستان په لويو ښارونو کې ٩٠ سلنه خلک د مځکې لاندې اوبه کاروي. د پنجاب د اوبه خور د څېړنو انستيتوت وايي په لاهور کې تر مځکې لاندې اوبه هر کال دوه يا درې فيټه لاندې غورځي. ١٥ کاله پخوا به په لاهور کې په اووه مترونو کې اوبه موندل کېدې خو اوس ٢٠٠ متره بايد مځکه ورته وکنستل شي. خداى نور ناصر له اسلام اباده رپوټ لري.