د ثور ۷مه: په کابل ښار کې مې څه ولیدل؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خلکو په بېړه د ارګ له لوري نه د ښار پر لوري ځغاستل

له نن څخه څلوېښت کاله پخوا، پر همدې ورځ، زه له خپل ټولگيوال او نږدې ملگري رحيم پېشرو سره له کابل پوهنتون څخه د ښار پر لوري وخوځېدم.

موخه مو په "عرفان" مجله کې گډون و. د مجلې دفتر هغه وخت د مخابراتو د وزارت د پخوانۍ ودانۍ تر څنگ و.

په مجله کې د کلني گډون د چارو له سرته رسولو وروسته مو د پوهنتون د بسونو د تم ځای پر لور حرکت وکړ.

د بسونو د تم ځای ترڅنګ هغه مهال د دېواله پر سر کتاب پلورونكي په يوه ليکه ناست وو.

له هغو کتاب پلورونکو د سيد قطب او محمد قطب له آثارو څخه نيولې بيا د مارکس تر کاپيتال او د لېنن او ماوو تر منتخباتو پورې هرډول کتابونه تر لاسه کېدلی شول.

ما او پېشرو هلته دوه آشنايان درلودل.

دوه ورونه وو. يو يې حميدالله او بل يې عزيزالله نوميده. ډېری وختونه مو له هغوی څخه د خپلې خوښې کتابونه رانيول.

موږ لا هلته د کتابونو په کتلو بوخت وو چې يوه درنده او لړزوونکې چاودنه مو واورېده.

ما پېشرو ته وويل "لکه چې کودتا پيل شوه".هغه راته وويل "فکر نه کوم".

ما ويل "راځه تر پښتونستان ميدان پورې ولاړ شو، له هغه ځايه کېدای شي د ارگ مخه ووينو" .

د عدليې وزارت څنګ ته چې ورسيدو، ومو ليدل مو چې د ارگ له لوري خلک په بيړه د ښار پر لور ځغلي.

Image caption کاوون هغه مهال د پوهنتون محصل و

موږ لا څو قدمه وړاندې نه وو تللي چې يوه سپين ږيري راباندې غږ وکړ ويې ويل "ځوانانو لکه چې سرونه درباندې تاوان دي. چېرته ځئ؟ نه وينئ چې د گوليو باران دي؟ خدای دې خير کړي په وينو خو پيل شوه چې پای به يې څه وي"

څو شېبې وروسته مو ليدل چې شوبلې په ښار راننوتې او د وېرې او ترهې فضا پر ښار خپره شوه.

د هغې ورځې په سبا فضا بل ډول وه. کابل ښاريانو پر ټانکونو گلان شيندل او خپل سرتېري او افسران يې په غېږ کې نيول.

په دې هيله چې د هغوی د هيلو گلان به وغوړيږي او هېواد ته به همېشنی پسرلی مخه وکړي.

خو دا دی څلوېښت کاله وروسته د هغه سپين ږيري خبرې مې را ياديږي چې ويلي يې و "په وينو خو پيل شوه چې پای به يې څه وي"

اوس چې له هغې اميد بښونکې پسرلنۍ ورځې څخه څلوېښت کاله تېرېږي لا هم زموږ د تاريخ خونړي فصل ته د پای ټکی نه دی اېښودل شوی.

اړونده مطالب

ورته مطالب