کيسه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ثور کودتا: د افغانستان راډیو کې څه تېر شول؟

د ۱۹۷۸ کال اپرېل پر ۲۷ مه، د افغانستان راډیو په ۴۷مه سټوډیو کې څه تېر شول؟ هغه مهال په ټول افغانستان کې یوازینۍ غږيزه رسنۍ د افغانستان راډیو وه چې خلکو ته یې معلومات رسول او د حکومتي بدلونونو خبرونه هم لومړی له همدې ځایه خپرېدل.

د ۱۹۷۸ کال د اپرېل پر همدې ورځ د خلک ډیموکراټیک ګوند غړو پر دې راډيو ولکه او له همدې لارې یې د خپل بري اعلان وکړ.

څلویښت وروسته هم ډېرو سره د دې ورځې کیسې او نکلونه شته. دی د افغانستان راډيو ټلویزیون پخوانی کارکوونکی صدیق سمندر دی چې د کودتا په ورځ راډيو کې و.