د افغانستان ټاکنو کمیسیون:‌ پارلماني ټاکنو کې به ګډون لوړ وي

صیاد
Image caption د ښاغلي صیاد په خبره، په تېرو ټاکنو کې ستونزې اوس حل شوې دي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد وايي، پر امنیتي ننګونو سربېره، تمه ده چې راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د خلکو ونډه پراخه وي. دی ټینګار کوي ارومرو به ټاکنې کېږي.

ښاغلي صیاد دا څرګندونې د رای ورکوونکو د نوملیکنې له بهیر پیلیدا وروسته له بي ب‍ي سي سره په خپله لومړنۍ ځانګړې مرکه کې ویلي، "تر اوسه د ټاکنو د بدلولو هېڅ پروګرام نه شته."

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا راتلونکې ټاکنې به له تېرو هغو څه توپیر لري، په ځواب کې وویل:‌ "ددغو ټاکنو یوه ځانګړنه دا ده چې د رای ورکوونکو نوملړ به چمتو کېږي.‌ له دې لارې به په ټولیز ډول موږ ته د رای ورکولو مرکزونو کې د رای ورکوونکو شمېر معلوم شي."

خیالي مرکزونه

د نوموړي په خبره،‌ په تېرو ټاکنو کې ستونزې اوس حل شوې دي:‌ "په تېرو ټاکنو کې د رایو ورکولو خیالي مرکزونه وو؛ د زورواکو کورونو کې مرکزوننه وو چې ټول له منځه تللي. داسې مرکزونه هم وو چې د خلکو له لاسرسي لرې وو؛ خو دغه مرکزونه یا له منځه وړل شوي او یا خلکو ته نژدې جوړ شوي."

د افغانستان پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د راتلونکې میزان/تلې میاشتې پر ۲۸مه کېږي. دوې اونۍ وړاندې دغو ټاکنو ته نوملیکنه پیل شوې،‌ خو ټاکنیز کمیسیون څو څو ځلې د نوملیکنې بهیر کې د خلکو د لږ لېوالتیا په اړه شکایت کړی دی.

"ولسمشریزې ټاکنې به له اساسي قانون سره سمې یو کال وروسته کېږي"

د پارلماني ټاکنو لپاره نوم لیکنه پیل شوه

د انځور حقوق .
Image caption د افغانستان پارلماني ټاکنې چې درې کاله ځنډول شوې وې په پام کې ده تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې ترسره شي.

د ټاکنیز کمیسیون د ارزونو له مخې، ددې بهیر پای،‌ یعنې د جوزا میاشتې تر ۲۲ به ټاکنو ته کابو اوه میلیون خلک نوملیکنه وکړي.

دا مهال په ټول هېواد کې د نوملیکنې څه باندې ۱۴۰۰ مرکزونه فعال دي چې راتلونکو پړاوونو کې به ولسوالیو او کلیو کې هم د نوملیکنې مرکزونه جوړ شي او شمېر به یې ۷۵۰۰ ته ورسېږي.

د افغانستان د ټاکنو پروړاندې د رای ورکوونکو د نوملیکنې پروړاندې ناامنۍ تر ټولو لوی سرخوږی دی. د روانې ثور/غويي میاشتې پر دویمه کابل کې د تذکرو (پېژندپاڼو) د وېشلو یوه مرکز کې برید لږترلږه ۵۷ کسان ووژل او تر سلو ډېر نور ټپیان شول.‌

ټاکنیز کمیسیون وايي، ناامنۍ د ۴۴ مرکزونو د تړل کېدو لامل شوی او ښايي ۷۳ نور مرکزونه نور هېڅ پرانیستل نه شي.

د ټاکنو تېرو پړاوونو کې خلکو د رای ورکولو له کارت نه ګټه اخیسته، خو له دغو کارتونو د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي په پار اوس له کاغذي تذکرو ګټه اخیستل کېږي. د ټولو رای ورکوونکو تذکرې باید ثبت شي.

ورته مطالب