پاکستاني عالمان د افغان سولې ناسته کې ګډون کوي

. د انځور حقوق ARG
Image caption د دغې ناستې جوړېدو هوکړه د روان میلادي کال په پيل کې کابل ته د اندونیزیا د ولسمشر د سفر پرمهال شوې وه.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي پاکستان د اندونیزیا د سولې ناستې ته د دیني عالمانو یو ۲۰ کسیز پلاوی استوي. دا ناسته تر یوې اونۍ د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو په ګډون په پلازمینه جاکارتا کې ترسره کېږي.

د غونډې اصلي هدف له طالبانو سره سوله او په افغانستان کې د امنیت ټینګښت دی. د سولې عالي شورا چارواکي وایي؛ د ټولو اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو په ګډون یوه بله لویه ناسته هم په پام کې ده چې په جولای میاشت کې جوړه شي.

د افغانستان د سولې او امنیت په تړاو د جاکارتا ناسته د روانې جمعې په ورځ ترسره کېږي. دغې غونډې ته د چمتووالي لپاره د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد اکرم خپلواک په مشرۍ یو پلاوی اندونیز تا رسیدلی او ددغه هېواد له چارواکو سره یې کتلي دي.

د دغې ناستې جوړېدو هوکړه د روان میلادي کال په پيل کې کابل ته د اندونیزیا د ولسمشر د سفر پرمهال شوې وه.

اندونیزیا د نړۍ د لویو اسلامي هېوادونو په توګه غواړي د افغانستان د سولې په بهیر کې رول ترسره کړي او پر پاکستان د خپل نفوذ په کارولو دغه هېواد د افغانستان په سوله کې مرستې ته وهڅوي.

اندونیزیا: افغانستان کې به د سولې لپاره هلې ځلې زیاتې کړو

پېښور: مفتي شهاب الدین پوپلزی په زور دوبۍ ته استول شوی

افغان حکومت ۲۰۰۰۰ ملایان روزي

د افغانستان د سولې شورای ویاند محمد احسان طاهري بي بي سي ته وویل؛ تر جاکارتا وروسته به د اسلامي نړۍ دیني عالمان په یوه بله ناسته کې د سعودي عربستان په جدې ښار کې سره راټول شي.

د افغانستان د سولې شورا له طالبانو هم غوښتي چې د جاکارتا ناسته کې د ګډون لپاره خپل استازي ورولېږي.

خو طالبانو لا دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی او د افغانستان له دولت او بهرنیو ځواکونو سره پر جګړې ټینګار لري.

وړاندې هم د افغانستان د سولې او ټیکاو لپاره د دینې عالمانو په ګډون ورته ناستې په دغه هېواد کې دننه او بهر ترسره شوي، خو په روان وضعیت کې یې کوم بدلون نه دی راوستی او جګړه لا هم په خپل زور روانه ده.

ورته مطالب