یوناما: د کندوز هوايي برید ډېری قربانیان ولسي وګړي ول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوناما وایي، دا نه شي تائیدولی چې ټول وژل شوي کسان دې ولسي وګړي وي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د تېرې میاشتې د هوایي برید په اړه په خپل رپوټ کې ویلي، د دوی موندنې ښیي چې د قربانیانو لویه برخه ولسي وګړي دي.

یوناما وایي، دا نشي تائیدولی چې ټول وژل شوي کسان دې ولسي وګړي وي، او نه هم د دې خبرې پخلی کولی شي چې د برید پر وخت په سیمه کې د طالبانو مشران یا وسله وال شته وو او که نه.

تر دې وړاندې افغان دولت بیا بیا ویلي چې د دشت ارچي برید پر کورنیو او بهرنیو طالبانو شوی، خو مني چې په پېښه کې یې د یو شمېر ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه هم رپوټونه ترلاسه کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني تېره میاشت په یوه اعلامیه کې په دې پېښه کې د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده کړې وه او ټپیانو ته یې بشپړه روغتیا غوښتې وه.

یوناما وایي، د څېړنو یوه مهمه موندنه یې دا ده چې افغان ځواکونو په یوه دیني غونډه کې پر راټولو کسانو د راکټ او دهشکې ډزې کړي، او د ماشومانو په ګډون یې ګڼ شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.

یوناما وایي، دوی په خپلو څېړنو کې موندلي چې په دې برید کې ۱۰۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله ور اوښتې، چې ۸۱ پکې ماشومان دي.

په دوی کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۷۱ تنه نور ټپیان دي.

یوناما وایي، پر دې سربېره یې نور کره مالومات هم ترلاسه کړي او ښایي د ولسي وګړو مرګ ژوبله تر دې هم لوړه وي.

ارګ د کندز برید پلټلو ته پلاوی ټاکلی

"د کندوز هوايي برید ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې"

"کندوز کې د بهرنیو ځواکونو بمبارۍ۱۰ ولسي وګړي وژلي"

یوناما د خپل رپوټ لپاره شاوخوا ۹۰ کسانو سره مرکې کړي. په دوی کې د پېښې قربانیان، عیني شاهدان، حکومتي چارواکي او طبي کار کوونکي شامل دي.

دوی د پېښې پر ځای سربېره په کندز ښار کې هم له خلکو سره د افغان ځواکونو د دې هوایي برید په اړه خبرې کړي، چې د تېرې اپرېل میاشتې پر دویمه نېټه په درشت ارچي ولسوالۍ کې ترسره شوی.

یوناما وایي، په خپلو رپوټ کې یې افغان حکومت ته یو شمېر سپارښتنې هم کړي، او غوښتنه یې ترې کړې ده چې د جګړې په ډګر کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دې د خپلې جنګي تګلارې ارزونه وکړي، او نړیوالو بشري قوانینو ته دې پام وکړي.

ورته مطالب