خوست والي: د احمدشاه پر وژنه تورن کسان نیول شوي

.
Image caption د خوست والي د احمد شا وژنه ترهګریزه پېښه وګڼله

د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، افغان امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د بي بي سي د وژل شوي خبریال احمدشاه د وژني په تور یو شمېر کسان نیولي دي. احمدشاه لس ورځې مخکې اپرېل میاشتې په ۳۰مه په خوست کې د وسله والو لخوا په نښه شو او روغتون ته تر لېږدېدو وروسته یې سا ور کړه.

د خوست والي حکم خان حبیبي د ولسمشر له مشاورینو او خوستیانو سره ګډه ناسته کې وویل، تېره اونۍ په یوه ترهګریزه پېښه کې احمدشاه خان ووژل شو، خو نن ورځ ډاډ در کوم چې کشفي او امنیتي چارواکو د احمدشاه د وژنې عاملان نیولي دي.

د خوست والي د نیول شويو کسانو په اړه نور معلومات ور نه کړل، خو په نامستقیم ډول یې وویل چې د احمدشاه وژنه ترهګریز عمل و.

بي بي سي د زیاتو معلوماتو لپاره د خوست د والي له ویاند سره اړیکه ونیوله، خو هغه په دې اړه له جزیاتو ور کولو ډده وکړه او له والي سره یې د مرکې وړاندیز هم ونه مانه.

تر احمدشاه وړاندې په کندهار کې هم چارواکو ویلي وو چې د سیمه ییز خبریال عبدالمنان ارغند د وژلو په تور یې درې تنه نیولي دي.

ارغند دوه اونۍ مخکې د کندهار په ښار کې ووژل شو.

چارواکو د یوه تورن کس ویډيويي کلیپ هم خپور کړ چې هغه پکې وايي، د طالب قومندان په خبره یې ارغند وژلی دی، خو تر اوسه لا معلومه نه ده چې دغه کس تر څه ډول شرایطو لاندې دغه اعتراف کړی دی.

د ازادو خبریالانو د ټولنې مرستیال او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د څېړنې کمیټه کې د خبریالانو د فدراسیون استازي حجت الله مجددي وايي، د نیول شویو کسانو او همدارنګه د خبریال د وژنې په پېښه کې د هغوی په لاس لرلو شک لري.

احمدشاه ۲۹ کلن و او له تېر څه باندې یو کال راهیسې یې له بي بي سي پښتو سره دنده درلوده او د همکارانو په وینا یې، ډېر مسلکي او با استعداده خبریال و، چې د سیمې له حالاتو او پېښو یې کره او بې پرې رپوټونه ورکول.

د بي بي سي د نړیوالو خپرونو څانګې د مشر په وینا، دی د خپلو همکارانو په ډله کې یو د قدر وړ او پېژندل شوی کس و.

د احمد شاه په اړه نور دلته ولولئ

* د بي بي سي خبریال احمدشاه نامعلومه وسله والو وژلی

* احمدشاه کوزده وکړه، خو کوزدنه یې ونه لیده

* د بي بي سي خبریال احمدشاه خوست کې خاورو ته وسپارل شو

* د بي بي سي د تکړه همکار احمدشاه په یاد کې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
احمدشاه د خبريال په توګه څنګه و؟

ورته مطالب