د ټکنالوژۍ له لارې ديني زده کړې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ټکنالوژۍ له لارې ديني زده کړې

د افغانستان په کندهار ولایت کې د دیني زده کړو ډېرو مدرسو او ښوونځیو د وټس اپ او تېلېګرام له لارې خلکو ته د زده کړې زمینه برابره کړې ده. دیني عالمان له دې لارې کاروونکو ته پر شرعي او دیني مسایلو معلومات ورکوي او پوښتنې یې ځوابوي.

د دغو ګروپونو چلوونکي وايي، هره ورځ سلګونه اړیکي او پیغامونه ترلاسه کوي او د کاروونکو شمېر یې هم ورځ تر بلې ډېرېږي.

بهر مېشتي افغانان هم د ټکنالوژۍ په مرسته، په افغانستان کې له مېشتو دیني عالمانو پر بېلا بېلو مسایلو معلومات اخلي.

اړونده مطالب