طالبان له یوې ورځې ولکې وروسته له فراه ښار ووتل

د انځور حقوق Reuters

له فراه څخه رپوټونه وايي، چې د تېر ماښام له اتو بجو جګړه کراره شوې او وسلوال طالبان له یوې ورځې ولکې وروسته تېره شپه له دغه ښار وتلي دي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، اوس فراه ښار کې وضعیت د عادي کیدو په حال ښکاري.

"بازارونه او دوکانونه هم په‌‌‌‌‌‌ډیرو سیمو کې خلاص دي او خلک ورځنی ژوند پیلوي".

د نوموړي په خبره، بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼه ترسترګو کېږي او ځینې مدني فعالان وایې چې طالبانو له درنې جګړې پرته ښار پرې اېښی دی.

* "له طالبانو ملاتړ د ایران پولې هم ناامنولی شي"

* افغان لوی درستیز: ایران طالبانو ته پوځي تجهیزات ورکوي

وسلوال طالبان هم وايي، له ښار یې تاکتیکي شاتګ کړی دی.

د چهار شنبې په سهار د فراه په مرکزي چوک کې د فراه والي بصیر سالنګی د خپلو ساتونکو سره په پوځي جامو کې څرګند شو.

نوموړي د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل،چې وسلوال طالبان له ښار اېستل شوي دي او ښار ارام دی.

مرګ ژوبله

د انځور حقوق .
Image caption فراه ښار کې وسلوال طالبان

که څه هم د فراه والي وايي، په دې جګړه کې تر ۳۰۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي:

خو وسلوال طالبان د بصیر سالنګي دغه ادعا ردوي او وايي، یواځې ۹ وسلوال یې وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.

بصیر سالنگی وايي په دې جګړې ۲۵افغان سرتېري وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي.

مګر طالبان وايي، ۶۳ افغان سرتېري یې وژلي دي.

خواله رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې ښايي د افغان ځواکونو مرګ ژوبله له هغه ډېره وي، چې والي سالنګی یې یادوي.

په یوه رېنجر موټر کې څو افغان سرتېري ښکاري چې طالبان یې له ځان سره لېږدوي.

له بلې خوا د یوې نادولتي روغتیايي موسسې(CHA) مسوول امین الرحمان مجددي بي بي سي ته ویلي د چهارشنبې ورځې تر لسو بجو د فراه مرکزي ښار ته ۲۸ مړي او ۶۶ ټپیان ور وړل شوي دي.

د نوموړي په خبره، په دې کسانو کې لس سلنه ولسي وګړي او پاتې افغان سرتېري دي.

نوموړي د ټپیانو وضعیت اندېښمنوونکی وباله.

د فراه روغتیا مشر جبار شایق وايي له تېرو دوه دریو ورځو دغه روغتون ته ۲۹ مړي ور وړل شوي، چې څلور پکې ولسي وګړي او پاتې سرتېري دي.

د نوموړي په خبره، ۷۴ کسان ټپي شوي چې ۲۲ ولسي وګړي او پاتې امنیتي ځواکونه دي.

د هغه په خبره، په دې کسانو ۱۳ بوډاګان، درې ښځې او څلور ماشومان دي.

طالبانو د یو کال وسله برابره کړه؟

v د انځور حقوق FARAH.VOICE

ویډیوګانې ښيي چې د وسلوالو طالبانو د برید پر مهال د افغان پوځ ځینې درنې وسلې او زغرګاډي سوځول کېږي.

ښار ته په ننوتلو سره دې ډلې ته د زغرګاډو، درنو او سپکو وسلو په ګډون مهمات هم په لاس ورغلل.

د فراه وایس خواله رسنۍ کې داسې ویډیو خپره شوې چې طالبان یوه ودانۍ کې وسلې ټولوي.

طالب وسلوال د دې وسلو په ولجه کولو سره خوښي ښيي.

* د فراه والي: له وسلوالو طالبانو سره نوې روسۍ وسله ده

* د افغان پوځ د ملاتړ لپاره فراه کې بیا بهرني ځواکونه مېشت شول

دغه خواله رسنۍ کې لیکل شوي: طالبانو د یو کال وسله ځان ته برابره کړه.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم وايي، "د دغه برید موخه یې د دښمن ځپل او له هغو څخه وسلې، مهمات و وسایط انتقالول وو هغه په بریالیتوب سره ترسره شول".

وسلوالو طالبانو د سې شنبې په سهار د ملي امنیت ریاست په ګډون د دغه ولایت پر ځینې حکومتي ودانیو ولکه وکړه.

په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو (غوڅ ملاتړ ماموریت) تېره ورځ وویل، ځواکونو یې په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ور دانګلي دي.

فراه طالبانو ته څومره مهمه ده؟

د انځور حقوق Javidfaisal
Image caption د اجرایه ریاست ویاند جاويد فیصل خپله ټوېټر پاڼه کې د دې انځور خپلولو سره لیکلي چې افغان سرتېري د ښار ځنډې له وسلوالو طالبانو خوندي کوي.

ځايي خبریالان وايي ، تېره شپه یې فراه هوايي ډګر کې لویې الوتکې ولیدلې چې ځواکونه یې کوزول.

دوی وایي تازه دم سرتېري دغه ولایت ته رسېدلي، خو معلومه نه ده چې دا ځواکونه چېرته ځای په ځای شوي دي.

فراه د افغانستان په لوېدیځ کې پروت ولات دی، چې له څو میاشتو راهیسې ناامني پکې ژیاته شوې ده.

په ولسي جرګه کې د فراه ځینې استازو خبرداری هم ور کړی و چې ممکن طالبان د ولایت مرکز ونیسي.

د فراه پخواني والي محمد عارف شاه جهان هم څو میاشتې مخکې بي بي سي ته ویلي و چې په دغه ولایت کې تر څلور زرو وسلوال شته.

هغه اندېښنه ښودلې وه چې وسلوال غواړي دا ولایت ونیسي او بیا یې د اکمالاتي لارې په ډول د ټول افغانستان لپاره وکاروي.

ویل کېږي چې د څنګلورو ولایتونو وسلوال طالبان هم د دې برید لپاره فراه ته تللی.

خو ځايي خلکو له طالبانو سره داسې وسلوال هم لیدلي چې په بهرنیو ژبو یې خبرې کولې.

فراه له ایران سره ۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

ورته مطالب