د فراه طالبان؛ د ایران وچکالي او د افغانستان ناامني

.
Image caption وسله وال طالبان د فراه د ګلونو په څلور لاره کې

د افغانستان په لوېدیځ کې د فراه ولایت له څو میاشتو طالبانو کلابند کړی و او بېلابېلو سرچینو یې د طالبانو له خوا د نیولو خبرداري ور کړي وو.

پر هرات او نیمروز سربېره فراه هم له ایران سره ګډه پوله لري او له افغانستانه و ایران ته د نشه یي توکو د لېږدونې له اصلي لارو ګڼل کېږي.

فراه د هلمند له ناامنه ولایت سره هم نښتې ده او له ترکمنستانه و افغانستان، پاکستان او هند ته د ګازو تلونکې نللیکه (ټاپي) هم له دغه ولایته تېرېږي.

کله چې د روان لمریز کال په لومړیو کې د افغانستان په هرات کې ددغې پروژې د رغونې چارې رسما پیلېدې، وسله والو طالبانو اعلان وکړ له ټاپي پروژې ملاتړ کوي او برید نه پرې کوي.

په تېرو دوو کلونو کې په فراه کې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي او د بکواه، خاک سفید، پشت رود، بالابلوک او ګلستان ولسواليو ډېرې برخې د طالبانو په ولکه کې لوېدلي دي.

تر دې وړاندې هم د فراه مرکز درې ځلي د طالبانو له خوا له ګواښونو سره مخامخ شوی او تېر کال تر یوه وخته سلګونه امریکايي او ایټالیايي سرتېري هم د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره دغه ولایت ته واستول شول.

په تېرو ورځو کې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د طالبانو د پرمختګ رپوټونه ور کول کېدل، خو د روانې اونۍ په لومړيو کې ځايي چارواکو د طالبانو په برید کې د لسګونو افغان امنیتي ځواکونو د وژنې خبر ور کړ.

Image caption فراه له ایران سره ګډه پوله لري

په فراه کې د ایران رول

په تېر کلونو کې په فراه ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو زیاتېدو له دغې ډلې سره د افغانستان د ګاونډیو په ځانګړي ډول د ایران د ملاتړ ګومان زیات کړی دی.

افغان چارواکو او د امریکا او ناټو قومندانانو په ځلونو ایران تورن کړی چې له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او دغې ډلې ته پوځي روزنه او تجهیزات ور کوي.

د فراه پخواني والي عارف شاه جهان تېره جنوري له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه چې ایران او روسیه په فراه ولایت کې له طالبانو ملاتړ کوي، روسي جنګي تجهیزات ور کوي او جګړه مارو ته یې له فراه سره پر پوله د ایران په خاوره کې جنګي روزنه ور کوي.

ایراني او روسي چارواکو تل دغه تورنه رد کړي دي او ویلي دي چې د سولې بهیر ته د طالبانو د هڅونې په پار یې له هغوی سره محدودې اړیکې لرلې دي.

د ایران او امریکا تر منځ د اختلافونو تر ډېرو وروسته په افغانستان کې دا اندېښنه په ډېرېدو ده چې ایران ښايي په افغانستان کې د امریکا او د لوېديځ ماموریت د ناکامولو په پار له وسله والو طالبانو څخه خپل ملاتړ زیات کړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption جواد ظریف: له افغانستان سره د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د اوبو د حق پر سر د هوکړې کوښښونو یې پایله نه ده ور کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دا وروستیو کې ویلي وو، له افغانستان سره د هلمند سیند اوبو کې د (ایران) د حق پر سر کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

یو شمېر افغان شنونکي په دې باور دي چې ایران پخپلو ختیځو سیمو کې له وچکالي سخته اندېښنه لري.

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایتونو ډېری کښتونه پر هغو اوبو پايي چې له افغانستانه ور بهېږي.

په تېرو کلونو کې د افغانستان له خوا پر هغو سیندونو چې ایران ته یې اوبه بهیږي، د څو بندونو جوړولو چارې پیل کړي دي.

اونۍ وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل، له افغانستان سره د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د اوبو د حق پر سر د هوکړې کوښښونو یې پایله نه ده ور کړې او خبرداری یې ور کړ چې هېواد یې اړ دی "متقابل عمل" وکړي:

" دمګړۍ یوه لار را پاتې ده چې هغه متقابل عمل دی؛ یعنې په ځینو برخو کې پر له افغانستان سره له سختۍ کار واخیستل شي، نو ځکه موږ له افغانستان څخه هیله لرو مخکې له دې چې ایران غبرګوني چلند ته مخه کړي، افغانستان دې زموږ پر قانوني او مشروع غوښتنو غور وکړي."

د فراه مرکز تر کندوز وروسته دوهم ولایتي مرکز دی چې له ۲۰۰۱ کال را راهیسې د طالبانو له خوا نیول کېږي.

Image caption د افغانستان له خوا پر هغو سیندونو د بندونو جوړولو چارې چې ایران ته یې اوبه بهېږي، دغه هېواد اندېښمن کړی دی