له کراچۍ تر هټۍ؛ په بولانیو مې کور واخیست

په افغانستان کې د کور جوړول یا اخیستل څه اسان کار نه دی، خو عبدالحنان مشهور په شیر اغا چې څه باندې ۲۳ کاله کیږي پیره کي یا بولاني خرڅوي، وايي، له دې لارې د کورونو څښتن شوی دی. دا انځورونه یې اریا احمدزۍ اخیستي

.
د عکس تشریح،

په افغانستان کې د کور جوړول یا اخیستل څه اسان کار نه دی، خو عبدالحنان مشهور په شیر اغا چې څه باندې ۲۳ کاله کیږي پیره کي یا بولاني خرڅوي، وايي، له دې لارې د کورونو څښتن شوی دی.

د عکس تشریح،

نوموړی وايي، بولاني پلورل یې له لاسي کراچۍ پیل کړل او اوس د هټۍ خاوند دی او یو شمېر نورو کسانو ته یې هم د روزګار موکه برابره کړې ده.

د عکس تشریح،

د شیراغا د نوې ورځې کار له شپې پیلېږي.

د عکس تشریح،

هغه، د خپلې کورنۍ د ۱۳ غړو په ملتیا دغه چاره مخې ته وړي.

د عکس تشریح،

د شپې دوه یا درې بجې له خوبه پاڅیږي، کچالو له بیلره باسي چې ساړه شي، بیا کورنۍ ویښوي چې پوستکي ترې وتوږي.

د عکس تشریح،

شیر اغا وايی د کورنۍ له مرستې پرته د دنیا هیڅ کار اسانه نه دی که هغه پیره کي پخول وي یا بل څه.

د عکس تشریح،

شیراغا په بوزه کې په اوسط ډول د ورځې له ۴۲۰ کیلو ګرامه کچالانو، خو په روژه کې بیا ۲۱۰ کیلو کچالانو پیره کي پخوي.

د عکس تشریح،

دی وايي پیره کي یې ځکه مشهور شوي چې د پاکوالي ځانګړی خیال ساتي