د بې صبره روژتي "شاه کوکوجان"ویډیو پر ټولنیزو شبکو

د انځور حقوق FB

سږکال د روژې میاشتې له پیل سره څو له ټوکو جوړو شویو ویډیوګانو د ډېرو پام ځان ته ور اړولی دی، چې ناقراره روژتی د ماښام تر اذان وړاندې پر سترخوان حمله کوي.

داسې ویډیوګانې تر دې وړاندې هم د ځینو عربو او نورو مسلمانانو له خوا جوړې شوې وې چې د روژه ماتې لپاره له هر ډول خوراکونو ډک سترخوان ته روژتیانو شېبې شمېرلې.

خو د اوسنیو ځانګرتیا دا ده چې روژتیان له بې صبرۍ د داسې یوه اواز او یا سندرې په اورېدو روژه ماتوي چې اذان او قرائت ته ورته آهنګ لري.

د افغانانو تر منځ تر ټولو ډېره شریکه شوې ویډیو د یوه افغان ده چې پر مېز یې کېک، مېوه، ډوډۍ او اوبه ايښي، او دی ورته نیمه خوبوړی ناست دی.

څو شېبو کې د داسې یوه غږ په اورېدو په خوراک پیل کوي چې اذان ته ورته دی او په "الله" پیل کېږي.

د هندواڼې او کېک له خوړلو او د اوبو له څښلو وروسته چې د آواز پاتې برخه اوري، ګوري چې د ماښام اذان نه دی، بلکې د "الله شاه کوکوجان"سندره ده.

له دې سره روژتی هک حیران پاتې کېږي، له خوراکه لاس اخلي او وايي "دا خو اذان نه و".

په ویډیو کې کس دومره طبیعي تمثیل کړی چې نه شئ ویلی ایا دی خبر و او که په رښتیا هم چا ورسره ټوکې کړې دي.

د دې ویډیو پیغام څه دی؟

ښکاره خبره ده چې روژه نیول اسانه کار نه دی په تېره بیا په وروستیو کلونو کې چې ورځې خورا اوږدې دي. سږ کال د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د روژې ساعتونه تر شلو هم ډ‌ېر دي، د بېلګې په توګه ګرینلنډ کې ۲۲ ساعته ده.

خو یو کس چې ټوله ورځ روژه نیسي روژه ماتی باید څرنګه وکړي. د لندن په ولسډېن ګرین کې د برنټ سنټرال جومات امام قاري حفیظ الحق وايي، د حدیث شریف په رڼا کې، روژتي ته ښايي له روژه ماتې وړاندې دعا وکړي او له اذان سره د "الله اکبر" له ویلو وروسته خوراک پیل کړي.

ښاغلی حفیظ الحق وايي، حدیث شریف دی چې د اذان او افطار ترمنځ شېبې خدای تعالی ته د دعا کولو تر ټولو محبوب وخت دی.

په یوویشمې پېړۍ کې چې د ټکنالوژۍ په مرسته خلک کولی شي خپلو موبایلونو او نورو تخنیکي وسایلو کې د هرې ورځې د ماښام د اذان وخت وویني او ان عیار یې کړي چې ورته یې تلاوت کړي، تېر اېستلو ته ګنجایش نه پاتې کېږي.

نو د ویډیو پیغام ښايي دا وي چې، په سړه سینه روژه ماتې ته کښېنئ، اذان ته دقیق غوږ ونیسئ دعا وکړئ او په خوراک پيل وکړئ... خو په کرارې.

اړونده مطالب