غزني کې طالبانو د ده یک امنیه او د تیارسئ قطعې قومندانان وژلي

عارف نوري د انځور حقوق FB
Image caption د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، هم مهاله طالبانو د ده یک ولسوالۍ پر مرکز او د جغتو پر امنیه قومندانۍ بریدونه کړي

د غزني ولایتي شورا او ولایتي ویاند وايي، بېګا نیمه شپه ددغه ولایت پر جغتو او ده یک ولسوالیو وسله والو مخالفینو بریدونه کړي، چې د ده یک امنیه قومندان له خپلو څو ملګرو سره پکې وژل شوی او د تیارسي قطعې قومندان هم یوه کمین کې وژل شوی.

د غزني د ولایتي شورا مشرې لطیفې اکبري بي بي سي ته وویل، بېګاه ۱۲ بجې وسله والو مخالفینو ددغه ولایت پر دوو ولسوالیو (جغتو او ده یک) بریدونه کړي چې تر اوسه دوام لري.

اغلې اکبري وویل، د ده یک ولسوالۍ امنیه قومندان فیض محمد توپان له خپلو څو ملګرو سره وژل شوی او د غزني ولایت د تیارسئ قطعې قومندان حاجي برکت الله هم له خپلو ملګرو سره د مخالفینو یوه کمین کې وژل شوی.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري بي بي سي ته د امنیه قومندان او د تیارسئ قطعې د مشر او ۱۱ سرتېرو وژل کېدل تایید کړل، خو وايي، ولسوالیو سقوط نه دی کړی، بلکې د لنډ وخت لپاره له وسله والو مخالفانو سره وې.

نوموړی وايي، لومړني معلومات ښيي، چې په جګړه کې ۱۱ افغان سرتېري وژل شوي، خو ښکاري چې دا شمېر به تر دې ډېر وي.

دی وايي، سیمې ته نور امنیتي ځواکونه رسېدلي خو هلته لاهم جګړه روانه ده.

نوموړی وايي، وسله وال مخالفین د جغتو امنیه قومندانۍ ودانۍ ته ننوتلي وو، چې نن ګهیځ بېرته شا ته شوي دي.

خو لطیفه اکبري دا وايي، اوس هم ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

لطیفې اکبري وویل، وسله والو مخالفانو د غزني جغتو ولسوالۍ ودانۍ سوځولې او امنیه قومندان له خپلو څو عسکرو سره "شاتګ" کړی.

"د غزني اجرستان ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده"

د غزني برید کې ولسوال او ګن کسان وژل شوي

دا وايي، ولسوالۍ کې جګړه روانه ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه لري.

د ولایتي شورا یوه بل غړي بي بي سي ته وویل، جغتو ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفانو سره نښتو کې شپږ امنیتي سرتېري وژل شوي.

تر اوسه دغه معلومات کومې بلې ځايي سرچینې نه دي تایید کړې.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، د غزني جغتو او ده یک ولسوالۍ یې له ټولو پوستو سره نیولې دي.

وړاندې د دغه ولایت اجرستان ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ مرکزونو ته د وسله والو مخالفینو د ننوتلو خبرونه ورکړل شوي وو.

د اجرستان ولسوالۍ یوې ځايي سرچینې هم ولسوالۍ ته د طالبانو دننه کیدل منلي دي.

د انځور حقوق GHAZNIGOVERNORMEDIAOFFICE

د غزني د اجرستان ولسوالۍ د جګړې په اړه د ولایتي شورا او د غزني د ځایي چارواکو نظرونه بېلابیل دي.

له څو ورځو راهیسې د غزني له اجرستانه د افغان ځواکونو او طالبانو د نښتو راپورونه ورکول کېدل.

له تېرو دوو اونیو راهیسې د فاریاب بل چراغ او د بغلان تالا برفک ولسوالۍ د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې.

ورته مطالب