د غزني ځینې فعالان د ټاکنیز کمیسیون دفتر بیا پرانیستل غواړي

افغانستان
Image caption دغه فعالان وايي، ولې دولت د غزني د اوسېدونکو لپاره د ټاکنیز کمیسیون د رای ورکولو د ثبتونې د مرکزونو دروازې نه پرانیزي.‌

د غزني د مدني ټولنو یو شمېر غړو د افغانستان د ټاکنو له کمیسیون نه غوښتي چې په دغه ولایت کې خپل ولایتي دفتر بېرته پرانیزي.

یو شمېر معترضان چې وایي؛ په غزني کې باید ټاکنیزې حوزې کوچنۍ شي، د ثور یا غویي میاشتې له ۶ شپږمې یې په غزني ښار کې د ټاکنو دفتر تړلی دی.

د ټاکنو کمیسیون چارواکي وایي؛ د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره یو پلاوی غزني ته استوي.

د ټاکنو کمیسیون درې ورځې وړاندې اعلان وکړ چې په ټاکنیزو حوزو کې به هېڅ بدلون رانشي.

دغه فعالان وايي، ولې دولت د غزني د اوسېدونکو لپاره د ټاکنیز کمیسیون د رای ورکولو د ثبتونې د مرکزونو دروازې نه پرانیزي.‌

دوی ادعا کوي د غزني په کلیو او ولسوالیو کې د نوملیکنې بهیر او تذکرو د وېش لړۍ لا نه ده پیل شوې.

وردګ: د اوسنیو ټاکنیزو حوزو بدلېدل غواړي

ښوونځي د رای ورکولو نوملیکنې ته مناسب دي؟

ټاکنو کمېسیون: یوازې په اصلي تذکرو د رایه ور کوونکو نوملیکنه اعتبار لري

د ټاکنیزو حوزو د بدلون جنجال

پر ۱۳۸۹ کال په غزني کې د ولسي جرګې له ټاکنو وروسته د دې حوزو د ټاکلو لپاره سلا مشورې پیل شوې.

په هغو ټاکنو کې د غزني ۱۱ څوکۍ هزاره ګانو وګټلې او له امله یې د پښتنو نوماندانو نیوکه را پورته شوې.

غزني چې د مرکز په ګډون ۱۹ اداري واحدونه لري، درې ولسوالیو کې یو مخ هزاره، یوه ولسوالۍ کې پښتانه او هزاره ګډ او پاتې ولسوالیو کې اکثریت پښتانه ده.

د دغه ولایت مدني فعال جمیل وقار وايي، غزني د پښتنو ډېری سیمې ناامنه دي او که ټاکنې په کوچنیو حوزو بدلې نه شي د تېر په څېر به پښتانه بیا هم ولسي جرګه کې استازي نه لري.

نوموړی وايي، د دې ستونزې د مخنیوي لپاره په غزني کې له یوې میاشتې راهیسې پرلت روان دی او دغو پرلتوالو د خپل غږ اورېدو لپاره تېرو ورځو کې کابل کې هم خبري غونډه وکړه.

اوس دغه مدني فعالان له حکومته غواړي چې ولسوالیو کې امنیت خوندي کړي چې خلک په ډاډه زړه رای اچولو ته ولاړ شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه غړي حفیظ الله هاشمي ب‍ي بي سي ته وویل،‌ ځینې معترضانو غزني کې د ټاکنیز دفتر مخې ته د ثور/غوايي له شپږمې راهیسې خېمه وهلې او د کمیسیون چارې په ټپه ولاړې دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
پارلماني ټاکنو ته نومليکنه

د ټاکنیز کمیسیون د اعلان له مخې، تر اوسه غزني کې ۱۹ زره خلکو په راتلونکو ټاکنو کې نوملیکنه کړې.

د رای اچونې د نوملیکنې بهیر د تېرې وري / حمل میاشتې پر ۲۵ مه پیل شوی چې تر اوسه شاوخوا دوو میلیونو او ۵۰۰ زره کسانو نوملیکنه کړې.‌

وړاندې رای اچوونکو له ټاکنیزو کارتونو په ګټې اخیستو نوملیکنه کوله، خو د درغلۍ د مخنیوي په موخه دولت پرېکړه وکړه چې وګړي باید د تذکرو په مټ‌ ځانونه ثبت کړي.

هر رای اچوونکی یوه ټاکنیز محل ته ورځي او هلته یې پر تذکرې یو سټیکر لګول کېږي چې د ټاکنو پر ورځ په هماغه محل کې رایه ورکړي.

ورته مطالب