'هلمند کې د طالبانو پر غونډه بهرنیو ځواکونو بمبار کړی'

. د انځور حقوق Reuters

د افغانستان په سوېل او سوېل لویديځ کې مېشت امریکايي ځواکونه وايي، د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې يې د لوړپوړو طالب مشرانو پر غونډه هوايي ګوزارونه کړي دي.

د افغانستان په جنوب لوېديځ کې مېشتو امریکايي ځواکونو له خوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، مخکښ طالب مشران سره راټول شوي وو او پر هغو افغان ځواکونو یې د بریدونه پلان جوړاوه چې په سیمه کې یې د ټاکنو پر امنیت نیونه بوخت دي.

په سوېل لوېدیځ کې د امریکايي ځواکونو قومندان ډګرجنرال بینجامین ټي واټسن ویلي:

" د افغان ځواکونو د ملاتړ یوه لار مو د هغوی په ملاتړ پر مخالفانو هوايي ګوزارونه دي، چې افغان ځواکونه وکولی شي، د مخالفانو بریدونه پر شا وتمبوي."

* هلمند کې "بهرنی طالب" نیول شوی

* هلمند کې پرلت کوونکو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ

* برتانیا په افغانستان کې سرتېري ډېروي

* په هلمند کې د ناټو بمبارۍ ۱۴ ولسي وګړي وژلي

نوموړي زیاته کړې، ورته هوايي بریدونه نه یوازې د طالبانو د عملیاتو مخنیوی کوي، بلکې افغان ځواکونو ته دا وړتیا ور بخښي چې پر کمزوري دوښمن فشار دوامدار وساتي.

سرچینې په شوي هوايي برید کې د وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي له بي بي سي په خبرو کې په موسی کلا ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوايي ګوزارونه مني خو ادعا کوي چې هوايي ګوزارونه د هستوګنې پر دوو کورونو شوي چې دوی ته پکې زیان نه دی اوښتی.

وروسته له هغه چې له هلمند ولایت څخه برتانوي ځواکونه په بشپړ ډول ووتل، نو په ۲۰۱۷ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، مشورې او ملاتړ لپاره دغه ولایت ته امریکايي ځواکونه ولېږل شول.

د موسی کلا ولسوالي په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو له مهمو مرکزونو ګڼله ګېږي.

ورته مطالب