د عکسونو البوم: په افغانستان کې د بخار دېګ صنعت

په افغانستان کې "دیګ بخار" د پخلنځي په "پاچا" مشهور دی. اوسمهال یې د سیمې هېوادونو ته هم لار موندلې. اوس افغانستان ډېره برخه بخار دېګونه پخپله تولیدوي او ۳۰ سلنه تولیدات بیا د سیمو هېوادونو ته صادروي.

د عکس تشریح،

د هېواد په پخلنځیو کې له کاشوغې، تر قاب، پیالې او کاسې ټول له نورو هېوادونو واردېږي، خو د بخار دېګونه یوازیني هغه توکي دي چې پخپله په وطن کې تولیدېږي.

د عکس تشریح،

افغانستان کې تولید شوي بخار دېګونه ښه کیفیت لري.

د عکس تشریح،

د دغه دېګونو د کار لویه برخه ټول په لاسونو ترسره کېږي.

د عکس تشریح،

دغه دېګونه د افغانانو له لوري په شپږو ولایاتونو کې جوړېږي، خو د کاریګرو د خوندیتابه له اړخه دوی لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.

د عکس تشریح،

شخصي پانګونه د دې لامل شوې چې په څو ولايتونو کې په دې برخه کې کاري فرصتونه رامنځ ته شي.

د عکس تشریح،

په یوه کارخانه کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه شوې او د لسو زرو شاوخوا کسان په کې کار کوي.

د عکس تشریح،

له دغو توکو د بخار دېګونه جوړېږي.

د عکس تشریح،

په کابل کې د وسپنې ویلې کولو بټۍ.

د عکس تشریح،

افغان تولیدونکي وایي د دوی د بخار دېګونو کیفیت ښه والی د دې لامل شوی چې د ایراني بخار دېګونو بازار هم سوړ کړي.

د عکس تشریح،

د دغو دېګونو بسته کول هم په لاس کېږي.

د عکس تشریح،

د بخار دېګونو تولیدونکي وایي اوسمهال دوی خپل تولید شوي توکي پاکستان، سعودي عربستان او د منځني ختیځ ځینې نورو هېوادونو ته لېږدوي.