افغانستان کې د کيڼ لاس چلن موټرو لانجه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د کيڼ لاس چلن موټرو لانجه

په افغانستان کې پتېيل شوې له ۶۰ زرو زيات داسې ګاډي له چلنه ولوېږي چې سټرېنګونه يې د کيڼ لاس چلن لپاره دي او د اجازه ليک پنځه کلنه موده يې پای ته رسېدلې ده.

دغو ګاډو ته یې د اجازه ليک ورکولو پر مهال له څښتنانو ژمنه اخيستل شوې وه چې د مودې په پوره کېدو سره به يې ګاډي پورزه کېږي.

د افغانستان د ګومرکونو ادارې د معلوماتو له مخې تر اوسه د ترافيکو او امنیتي ادارو له لوري څه باندې دوه سوه ګاډي ورسپارل شوي چې پورزه شي.

اړونده مطالب