ځانګړو ځواکونو د مشرانو جرګې مشر "نژدې کسانو" ته مرګ ژوبله اړولې

ر د انځور حقوق fb
Image caption د تېر مارچ په اوولسمه هم چپرهار کې د ولسي خلکو د وژنې اعتراض کې مظاهره شوې وه. انځور د پخوانۍ پېښې دی.

د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو بېګا يوولس بجې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په دولتزیو کې عملیات کړي.

ځايي چارواکي وايي، دې عملیاتو کې د څلورو سيمه ييزو پوليسو په ګډون پنځه ولسي خلک وژل شوي او د يوې مېرمنې او کوچنۍ نجلۍ په ګډون یې ۸ تنه ژوبل کړي دي.

د چپرهار ولسوال غالب بي بي سي سره خبرو کې وويل، نهو وژل شويو کې د سيمه ييزو پوليسو د يوې ځايي پوستې قومندان زړور په ګډون څلور سيمه ييز پولیس هم دي او دوه پولیس ژوبل دي چې دوه یې د ياد قومندان زامن او يو يې وراره دی.

"څلور يې زموږ سيمه ييز پولیس دي، چې يو پلار، دوه زامن او يو یې وراره دی، نور وژل شوي عام ولسي خلک دي، دوی اصلي موخه نه ده په نښه کړې او نه زموږ سره د عملیاتو د کېدو پلان شريک شوی و. "

ولسوال غالب وايي، کله چې ځانګړي ځواکونه د عملیاتو لپاره د محلي پولیسو قومندان زړور کور ته نژدې رسېږي، خلک وايي داعشیان راغلل.

د نوموړي په خبره، همدغه حالت کې ډزې کېږي او مرګ ژوبله اوړي.

چپرهار کې د "ولسي وګړو د وژنې" غبرګون کې اعتراض وشو

روغتيايي چارواکي وايي، روغتون ته درې نارینه او یوه ښځه او ماشومه ور وړل شوي، خو وضعیت یې ښه دی.

ځايي سرچينو بي بي سي ته ويلي، د پېښې قربانيان د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار کلیوال او ورته نژدې کسان دي.

د کابل پلاوی

د انځور حقوق .
Image caption د ننگرهار په ځینې ولسوالیو کې داعش فعال دی او دا ولایت افغانستان کې د دې ډلې د رامنځ ته کېدو مرکز بلل کېږي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، اداره يې پر دې عملیاتو چې ولسي خلک پکې په نښه شوي خواشینې ده.

دی زياتوي، د پېښې د څېړلو په موخه له پلازمېنې کابل يو پلاوی ور روان دی.

"پېښه له کابل سره شريکه شوې د قضيې د څېړلو لپاره پلاوی ټاکل شوی او ژر به دې ولايت ته سفر وکړي، د پلاوي د څېړنو پايلې به وروسته شريکې شي".

ځايي سرچينو بي بي سي ته ويلي، د پېښې قربانيان د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار کلیوال او ورته نژدې کسان دي.

له دې وړاندې هم يادو ځواکونو د دې ولايت په بېلا بېلو سيمو کې عملیات کړي چې کله کله پکې د ملکي مرګ ژوبلې راپورونه ترلاسه شوي.

د تېر مارچ پر ۱۷ هم د چپرهار ځايي خلکو په دې اعتراض کړی و چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۹ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دې خلکو مړي د ولسوالۍ مرکز ته د اعتراض په ډول وړي وو.

ورته مطالب