شهزادۍ هندیه انګرېزان
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"امان الله خان د افغانانو لپاره د خجالت ځای باله چې بهرنیو چارو کې د انګلیس وایسرای اجازه واخلي"

کله چې د خپل پلار امیرحبیب الله خان تر مړینې وروسته امان الله خان پاچا شو، لاهم افغانستان په خپل بهرني سیاست کې خپلواک نه و او شهزادۍ وایي، پلار یې دا "د افغانانو لپاره د خجالت ځای باله"چې "هېڅ کله یې نیواک کې ژوند نه و کړی" خو "په خپلو بهرنیو چارو کې د انګلیس د وایسرای اجازه واخلي" نو ځکه یې د بشپړې خپلواکۍ ترلاسه کولو ته نیت وکړ.

د دې رپوټونو د لړۍ په لومړۍ برخه کې مو وویل چې د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان لور شاهزادۍ هندیه په لندن کې د بي بي سي دفتر د کتنې پرمهال، د خپل پلار او مور ملکې ثریا په اړه ځینې کیسې وکړې چې تراوسه کله نه دي خپرې شوي.

شهزادۍ په کور دننه د امان الله خان د عادتونو کیسه وکړه، د امان الله خان پر کلکو دیني اعتقاداتو یې رڼا واچوله او دا چې دوه ځلې یې حج کړی و. شهزادۍ هغه مازدیګرونه یاد کړل چې پلار به یې افغانستان پسې اوښکې تویولې.