"د کورنيو چارو وزارت پر ودانۍ ډله ییز بریدکوونکي وژل شوي"

برید د انځور حقوق Reuters
Image caption کورنیو چارو وزارت وايي، برید کې یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت پر نوې ودانۍ ډله ییز برید د ۸ بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی. د کورنیو چارو وزارت نوې وداني د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر سره نژدې د بهرنیو ځواکونو له خوا جوړه شوې چې د ورننوتلو پر مهال له څو پلټنځیو تېرېدو ته اړتیا ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، په پیل کې د وزارت د نوې ودانۍ مخې په دروازه کې ځانمرګی برید وشو او بیا نورو بریدګرو برید وکړ چې امنیتي ځواکونو ورسره جګړه وکړه.

که څه هم نوموړي د مرګ ژوبلې کره شمېره ونه ښوده، خو وايي یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي چې وضعیت اوس ښه دی.

تر اوسه ددغه برید مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی.

دا برید په داسې مهال دی چې سهار وختي د لوګر مرکز پل عالم کې هم څلورو بریدګرو پر یوه امنیتي حوزه ډله ییز برید کړی و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک له ولسمشر محمد اشرف غني سره مزار شریف ښار ته په سفر دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کابل ګڼ مېشتي ښار کې ډېری مهال د وسله والو بریدونو قربانیان ملکیان وي.

تر روژې میاشت وړاندې طالبانو د اعلامیې په خپرولو له ملکي وګړو وغوښتل چې پوځي او استخباراتي ادارو سره دې له ګرځېدو ډډه وکړي چې د دوي په بریدونو کې ونه وژل شي. دې اعلامیې ګڼ غبرګونونه ځکه راوپارول چې خلکو ویل دوی د خپلو ستونزو د اواري لپاره اړ دي اړوندو حکومتي ادارو ته مراجعه وکړي.

د غويي پر لومړۍ نېټه بیا د کابل امنیه قومنداني د دغه ښار شپږمه حوزه کې د تذکرو وېش مرکز کې ځانمرګي برید کې ۷۰ کسان ووژل شول او ۱۲۰ ټپیان شول چې د برید مسولیت اسلامي دولت نومې ډلې داعش ومانه.

د غويي پر ۱۷مه د کابل پولیسو د نوي ښار پارک ته څېرمه یې یو 'ځانمرګی بریدګر ' موخې ته له رسېدو وړاندې په نښه کړ.

د کابل پولیس سرچینو ویل د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د نوي ښار په پارک کې افغان ځواکونو ته د وینې ور کولو کمپاین روان و، چې بریدګر غوښتل په نښه یې کړي.

کابل د روژې میاشتې له پیله تر نن، نسبتاً ارام و او دا د وسله والو له خوا لومړنی لوی برید دی چې د مسلمانانو په سپېڅلې میاشت کې ترسره کېږي.

ورته مطالب