د زنبق موټربم برید؛‌ بې مسؤولیته او ناڅېړل شوې چاودنه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې له چاودېدونکو توکو ډک ټانکر او مخ ته یې د بي بي سي‌ موټر

د ۲۰۱۷ کال د مې ۳۱مې ګهیځ؛ له زنبق څلورلارې د مامورینو د تېرېدو د ګڼې ګوڼې شېبې وې. د کابل ښار له هغې خونړۍ چاودنې ټیک یو کال تېرېږي، چې تر ۵۰۰ ډېرو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

یو کال وړاندې له چاودېدونکو توکو ډک یو لوی ټانکر په همدې ورځ د کابل ډیپلوماتیکې سیمې زنبق څلورلاري کې وچوول شو چې اغېز یې لاهم هماغسې پاتې دی.

تر اوسه ددغې خونړۍ پېښې مسؤولیت هېڅ کومې ډلې نه دی منلی.

موږ د پولیسو له تلاشۍ تازه تېر شوي وو او له چاودېدونکو توکو ډک یو نارنجي رنګه لوی ټانکر راپسې و چې غوښتل یې دیپلوماتیکې سیمې ته ننوځي.

شېبه وروسته د چاودنې پیاوړو څپو زموږ موټر د سړک غاړې ته وغورځاوه. سیمه تور لوګي او د اور لمبو په سر واخیسته.

ټانکر چلوونکي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک ټانکر د کابل زړه او تر ټولو خوندي سیمې ته رسولی و.

د سترګو لیدلی حال: زموږ د مرګ او ژوند تر منځ څو ثانیې

نن، یو کال وروسته د کابل تر ټولو لویې او خونړۍ چاودنې له کبله رامنځ ته شوي ټپونه لاهم تازه دي.

د فریبا مېړه زنبق څلورلاري کې د موټرو په کنټرول بوخت و. خو چاودنې د ترافیک عبدالمنان مړی او ژوندی تری تم کړ. کونډه یې له یوه کال راهیسې د مېړه په لټه کې ده ... بچیان یې بې سرپرسته:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
فریبا: بچیان به مې تېرایستل چې پلار مو روغتون کې دی راځي

"له خپل زوی سره مې خپلوانو ټول ځایونه ولټول، روغتونونو کې مو ټول ټپیان او مړي او د پېښې ځای کې کنده ولټوله، ومو نه موند. روژه میاشت ډېره سخته راباندې تېره شوه. ماشومان مې له پلاره کوچني پاتې شول، چیغې یې وهلې مورې پلار مو څه شو؟ ورته ویل به مې روغتون کې دی رابه شي. ما دا فکر نه کاوه چې شهید شوی به وي. لور مې پیشلمي کې سپین خت ورته اوتو کړ او جوړ تیار له کوره ووت، شاته یې راغږ کړ ګندنه درته واخلم، بولاني به پاخه کړې، ما ویل نه مازدیګر چې راغلې بیا به ګورو. بچیانو مې دروازه ورته پرانیسته موټر سایکل یې ویوست او هماغسې پسې ولاړ."

د فریبا په څېر د یادې چاودنې د قربانیانو سلګونه خپلوان لاهم د نهیلۍ په ژوند کې لاس تر زنې ناست دي. دوی او پنځه میلیونه نور کابل ښاریان غواړي پوه شي، ولې او څرنګه په یوه تر ټولو خوندي سیمه کې بې ګناه او بې دفاع وګړي په وینو لړل کېږي.

ددې پوښتنې د ځواب موندلو په پار مې د امنیتي ارګانونو دروازې وټکولې، چې پوه شم پلازمېنه کې د ۵۰۰ کسانو د مرګ ژوبلې د څېړلو دوسیې تر کومه رسېدلې؟

درې پرله پسې ورځې مې هڅه وکړه دا ومومم چې حکومت ددغې لویې پېښې په اړه څه ډول څېړنه کړې ده. له دې ټولو هڅو سره سره مې ومونده چې حکومت په دې تړاو اصلاً د شریکولو لپاره هېڅ هم نه لري.

د انځور حقوق AFP

د افغانستان کورنیو چارو وزارت کې په دې اړه هېڅ کومه دوسیه نه ده جوړه شوې. یوه جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط راته وویل، باید د ملي امنیت ادارې ته سر ورښکاره کړم. د افغانستان له ملي امنیت نه مې په لیکلې بڼه د دې پوښتنو ځوابول وغوښتل چې:

ټانکر څنګه او له کوم ځایه د پېښې ځای ته راغی، کوم ډول چاودېدونکي توکي پکې کارول شوي وو او ایا د یادې پېښې په تړاو کوم څوک نیول شوي او که نه؟

له ولسمشرۍ ماڼۍ، امنیت شورا، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت تر ریاسته هېڅ کومې یوې سرچینې زما یوه پوښتنه هم ځواب نه کړه.

د مې د ۳۱ مې له پېښې وروسته د کابل ښار بڼه تر یوه حده بدله شوه. حکومت وزیر محمد اکبر خان مېنه زرغونه سیمه اعلان کړه او د ښار بېلابېلو برخو کې یې د باروړونکو موټرو د مخنیوي په پار لسګونه امنیتي دروازې جوړې کړې، خو هېڅ کوم مانع د ځانمرګو بریدونو مخه ونه نیوه او کابل ښار کې چاودنې او د خلکو وژل پر یوې ورځنۍ چارې بدل شول.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل ټانکر چاودنه: د ورک ځوان کورنۍ لا هم د هغه لار څاري

شنونکي مشتاق رحیم په دې اند دی، که له تېرو خونړیو پېښو درس او پند واخیستل شي او د ولس د خولې پټولو سیاست لیرې شي، راتلونکې کې به د ډېرو چاودنو مخه ونیوله شي.

له هماغې ورځې تر ننه سلګونه ښځې د فریبا په څېر له برخلیک سره مخامخ شوې دي.

ورته مطالب