طالبان: د سولې د خبرو په اړه د جنرال نېکلسن ادعا ردوو

وسله والو طالبانو په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د لوی قومندان جنرال جان نیکولس هغه ادعا رد کړې چې ګواکې دې ډلې له افغان چارواکو سره د اوربند او سولې په اړه پټې خبرې پیل کړي. طالبان وایي، د بهرنیو ځواکونو په شتون کې له هېچا سره هېڅ ډول خبرې نه کوي

د پنج شنبې پر سهار په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان نیکولسن خبریالانو ته ویلي وو، په دې وروستیو کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو له پاره ډیرې ډيپلوماټیکې هڅې او خبرې اترې روانې دي او په دې لړ کې د دواړه لوریو استازو ترمنځ پټې خبرې شوي دي.

هغه د ټیلیفون له لارې د امریکا دفاع وزارت کې را ټولو شویو خبریالانو ته وویل، د افغان چارواکو او طالب استازو ترمنځ د پردې تر شا په دې کتنو کې پر احتمالي اور بند هم خبرې شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ددې خبرو بریالیتوب دې پورې اړه لري چې دا خبرې څومره په پټه ترسره کیږي.

خو وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، جنرال نېکلسن د افغانستان په جګړه کې د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره دا ډول بې بنسټه ادعاوې کوي، او طالبان دا مهال له هېڅ کومې بې واکه ادارې سره خبرو ته چمتو نه ده.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، جنرال نېکلسن دا ونه ویل چې د وسله والو طالبانو له لوري په دې خبرو کې څوک ښکیل دي، خو زیاته کړې یې ده چې د منځنپوړي او لوړ پوړي طالب مشران په دې خبرو کې ښکیل دي.

جنرال نیکولسن د خبرو پر پټوالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ددې خبرو بریالیتوب دې پورې اړه لري چې دا خبرې څومره په پټه ترسره کیږي.

امریکايي او افغان چارواکي په دې نظر دي چې پر طالبانو او باید د جګړې په ډګر کې فشار زیات شي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

* افغان دفاع وزیر: د فراه جګړه مطلقاً د اوبو پرسر ده

* نیکولسن: له افغان حکومت سره په همغږۍ بم غورځول شوی

* 'کمزورې مشرتابه د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ډېره کړې'

ښاغلی نیکولسن همدې ټکي ته په اشارې سره ویلي، د افغانستان وضعیت لکه د کولمبیا په څېر دی؛ چېرته چې فارک یاغي ډلې جګړه او د سولې خبرې دواړه په یوه وخت پرمخ وړلې تر څو چې په ۲۰۱۶ کال کې د حکومت او د یادې ډلې ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته د سولې خبرو لپاره بې ساري وړاندې وکړ، خو طالبانو دغه وړاندیز ته په ښکاره ځواب ونه وایه، خو پسرلني بریدونه یې لکه د نورو کلونو په څیر پیل کړل.

د انځور حقوق Getty Images

د دغو بریدونو له پيل راهیسې د طالبانو بریدونه پراخ شوي او په ترڅ کې یې څو ولسوالۍ د حکومت او مخالفانو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.

په ورته وخت کې افغان دولت او پاکستان د عمل او پيوستون په نوم یو د ګډ کار یو پلان وروستی کړ.

دا پلان پاکستان ته د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ د یوې امنیتي پلاوي د سفر پرمهال وروستی شو.

د ښاغلي اتمر له دفتر په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د دغه سفر په ترڅ کې دواړه لوریو په راتلونکو ورځو کې د سولې او جګړې د ختمولو لپاره پر ځانګړو اقداماتو سلا کړې ده، چې په راتلونکو ورځو کې به ترسره شي.

ورته مطالب