هلمند: افغان ځانګړو ځواکونو د طالبانو له زندانه د ښځو او ماشومانو په ګډون ' ۱۰۳' زندانیان ازاد کړي

.

افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ اړوند پر دوو کلیو شپني عملیات کړي چې په ترڅ کې د طالبانو له زندانه ۱۰۳ زندانیان ازاد شوي دي.

د افغانستان له دفاع وزارته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د هلمند د کجکي ولسوالي په سور کارېز او ده بابا کلیو کې د افغان هوايي ځواکونو په ملاتړ د هلمند د کمانډو قطعې له خوا شپني عملیات شوي چې په ترڅ کې یې ۴ طالب زندانساتي وژل شوي او یو یې ژوندی نیولی دی.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، د ۵ ښځو او ۲ ماشومانو په ګډون یې ۱۰۳ زندانیان له زندانه ازاد کړي دي.

وسله والو طالبانو هم په کجکي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري د ۹۳ زندانیانو ازادول منلي، خو زیاته کړې یې ده، یاد زندانیان په جنايي جرمونو تورن و.

دوی د افغان ځواکونو له لورې د ور اوښتې مرګ ژوبلې ادعا هم رد کړې ده.

له دفاع وزارته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه ازاد شوي کسان یې شوراب ته لېږدولي دي.

د افغانستان امنیتي ځواکونو وړاندې هم څو ځله په دغه ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې لسګونه کسان د طالبانو له زندانونو خوشي کړي دي.

د ۲۰۱۶ کال په غوايي میاشت کې د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو له زندانه ۶۰ بندیان خوشي شوي وو.

د ۲۰۱۵ د وري میاشتې په ۱۶مه د افغانستان څارګرې ادارې د هلمند ګرشک ولسوالۍ په دشت شور سیمه کې د طالبانو د یوه زندان د نیولو خبره وکړه چې په ترڅ کې یې ۱۴ کسان د طالبانو له بنده خوشي کړل.

تېر کال د حوت/ کب په ۸ مه هم د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو په عملیاتو کې د طالبانو له بند نه لږ ترلږه ۳۵ کسان خوشي شول.