"افغانستان پر خصوصي پوهنتونونو بیا کتنه کوي"

ږ

د عکس سرچینه، MU/facebook

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، ټول خصوصي پوهنتونونه ارزوي او د کیفیت پربنسټ به یې د برخه لیک په اړه له سره پرېکړه کېږي.

دوی وايي، تر یوې میاشتې به د طب برخې خصوصي لوړو زدکړو پوهنتونونو ارزونې پای ته ورسېږي او هغه پوهنتونونه به وتړي چې کیفیت یې ډېر ټیټ وي.

افغانستان کې ۱۳۱ خصوصي پوهنتونونه او موسسې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

حکومت وايي، د ګاونډیو هېوادونو پرتله دلته د لوړو زدکړو بنسټونو شمېر لوړ خو کیفیت یې ټیټ دی او له همدې کبله یې نویو خصوصي پوهنتونونو جوازونه ځنډولي دي.

د "یومف سویس" په نامه خصوصي پوهنتون مشران ټینګار کوي چې دولت په لوی لاس د دوی د پوهنتون د لسګونه فارغانو محصلینو برخلیک سره لوبه کوي او دوی حاضر دي چې د پوهنتون د فعالیت هر ډول اړین اسناد، ان که په محکمه کې هم وي، وړاندې کړي.

دولت شاوخوا یو کال وړاندې ددغه پوهنتون فعالیت ودراوه او پرېکړه یې وکړه چې فارغو شویو زد کوونکو ته به یې د کابل پوهنتون اړوند پوهنځي د فراغت سندونه ورکوي.

د یومف سویس پوهنتون مشر نېکمل سنګدل له یوشمېر زدکوونکو سره نن بیا اعتراض وکړ او د لوړو زدکړو وزارت پرېکړه یې وننګوله.

یومف سویس پوهنتون، قانوني که ناقانونه؟

دی وایي د پوهنتون چارې یې قانوني دي او حکومت باید بېرته د فعالیت اجازه ورکړي:

"موږ خپل ټول اسناد په لاس کې لرو، ولسمشر خپله یو ښوونکی دی، اوس دې خپله پرېکړه وکړي، که د امنیتي ستونزو کې بوخت یې نو یو با صلاحیته هیت دې وګمارئ چې حداقل د ملي او بین الملي اکاډمیو په اړه معلومات ولري که دا کار هم نه کېږي نو درېمه غوښتنه مو دا چې محکمه دې پرېږدي چې خپل کار وکړي ځکه د دوی په خوښه زموږ مکتوب په محکمې کې پروت دي."

د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت بیا وايي، په سویس کې په دې نامه هېڅ کوم پوهنتون فعالیت نه کوي او افغانستان کې د یومف پوهنتون چارې ناقانونه دي.

د خصوصي پوهنتونونو د ریاست مشر محمد امیر کامه وال وايي، د نورو پوهنتونونو د ارزونې چارې یې هم پیل کړې چې په وینا یې لومړي سر کې د طب اړونده پوهنځیو ارزونې تر یوې میاشتې پای ته رسېږي او هغه چې په معیار برابر نه وي په اړه به یې جدي پرېکړه کوي:

"د خصوصي پوهنتونونو ایجاد د تعلیق په حالت کې دی. ټول خصوصي پوهنتونونه باید بیا و ارزول شي. خصوصي پوهنتونونه په درېوو کټګوریو وېشو، ښه، قناعت وړ او کمزوری."

د نوموړي په خبره، قناعت وړ پوهنتونونو ته وخت ور کوو، خو له کمزورو پوهنتونو د جوازونو د بېرته اخیستلو په برخه کې جدي یوو.

خو د حکومت دغې پرېکړې د خصوصي پوهنتونونو ټولنه اندېښمنه کړې. د دې ټولنې اجرائیه مشر خواجه شفیق علوي وايي، دا پرېکړه د خصوصي پوهنتونونو د سکتور مخه ډب کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د افغانستان د یوه خصوصي پوهنتون زدکړیالانې

افغانستان کې ۳۸ دولتي پوهنتونونه او د لوړو زدکړو موسسې شته چې نژدې دوه سوه زره محصلین لري.

په دې هېواد کې ۱۳۱ پوهنتونه او د لوړو زدکړو خصوصي مؤسسې هم شته چې شاوخوا یوسل او اتیا زره محصلین په کې په زدکړو بوخت دي.

او د دې یوشمېر بنسټونو لوړ فیس او ټیټ کیفیت هغه څه دي چې کورنۍ او محصلین ترې سر ټکوي او د ګاونډیو هېوادونو پرتله یې له عدالته لرې ګڼي.