کندوز کې ټاکنو ته د نوم لیکنې نږدې ۶۰ سلنه مرکزونه تړلي

د انځور حقوق .
Image caption ولسي جرګې او ولایتي شورا ټاکنو ته د نوم لیکنې بهیر د وري وروستیو کې پیل شو.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، په کندوز کې د رایه ور کوونکو د نوم لیکنې له ۲۲۰ مرکزونو ۱۲۰ تړلي دي. د دې کمېسون د کندز ولایتي دفتر سرپرست رسول عمر امنیتي ګواښونه د مرکزونو د تړل کېدو لامل بولي:

"دا مرکزونه کلباد، ګل تپه، قلعه زال، اقتاش او چار دره ولسوالیو کې تړلي دي".

د نوموړي په خبره، افغان ځواکونو په دې سیمو کې د امنیتي ګواښونو له منځه وړلو ژمنه کړې:

"که امنیتي ځواکونه په نا امنه سیمو کې چاڼیز عملیات وکړي، موږ چمتو یو چې هلته خپل مرکزونه فعال کړو".

* سیاف: که پارلماني ټاکنې ونه شي، کړکېچ به پیل شي

* ولسمشر غني: دولتي مامورین دې ټاکنو ته نوم لیکنه وکړي

د دغه ولایت د راتلونکو ټاکنو لپاره یو شمېر احتمالي نوماندان خبرداری ورکوي چې که دا مرکزونه فعال نه شي، دوی به په دې ولایت کې د ټاکنو کمیسیون دفتر دروازه وتړي او اعتراضونه به پیل کړي.

یو احتمالي نوماند عبدالغفور هوتک وايي، که حکومت د کندوز ولس په دې غفلت له ټاکنو بې برخې کوي، نو په دې معنا ده چې دغه ولایت کې به ټاکنې نه کېږي:

"ټاکنو ته چې موږ لاړ نه شو، موکلین نه ځي او هغوی چې لاړ نه شي د ټاکنو نتیجه به صفر وي".

امنیتي چارواکي بیا وایي، په نا امنو سيمو کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو فعالولو لپاره د امنیت ټینګلو په پلانونو کار کوي.

د کندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وايي، د نوم ليکنې مرکزونو د پرانیستو هڅه کوي:

"د ټاکنو رییس دوه ځلې امنیه قومندانۍ ته راغلی، موږ پرېکړه کړې که امکان وي دا مرکزونه فعال کړو".

د ټاکنو د حوزوي کېدو غوښتنه

ر د انځور حقوق ارگ
Image caption افغان ولسمشر له حکومتي کارمنانو وغوښتل چې له خپلو کورنیو سره ټاکنو ته نوملیکنه وکړي.

ناامني او په ټاکنو کې د ځینې خلکو د نه ګډون اندېښنه یواځې کندوز پورې تړلې نه ده.

په غزني ولایت کې ځايي اوسېدونکو د ټاکنو کمېسون د دفتر دروازه تړلې ده.

دوی وايي، که دغه ولایت کې ټاکنې حوزوي نه شي، دا دفتر به کار ته نه پرېږدي.

* وردګ: د اوسنیو ټاکنیزو حوزو بدلېدل غواړي

* حکمتیار: ټاکنو کې یو ډول لاسوهنه هم د منلو نه ده

د ځايي خلکو په خبره، تېر ځل هم د ناامنۍ له امله د غزني ټول ۱۱ استازي یواځې له هزاروو بریالي شول.

د دوی په خبره، د دې پېښې د مخنیوي لپاره باید ټاکنې په کوچنیو حوزو ووېشل شي.

د وردګ او بلخ ولایت ځینې اوسېدونکي هم ورته غوښتنه لري.

نوملیکنه

د انځور حقوق Iec
Image caption د ټاکنو کمېسون تېره اونۍ د نوماندانو نوملیکنه هم پیل کړه.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د تلې یا میزان پر ۲۸ نېټه کېږي.

دې ټاکنو ته د رایه ور کوونکو نوملیکنه د وري پر ۲۵ پیل شوې او د یوې میاشتې په اوږدېدو سره د جوزا تر ۲۲ دوام مومي.

ټاکنو ته د نوماندانو نوملیکنه هم تېره اونۍ پیل او د جوزا تر ۲۲ پورې کېږي.

د دغو ټاکنو لپاره شاوخوا ۴ زره کسانو د نوماندۍ فورمې اخیستي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي تر اوسه د دغو و ټاکنو لپاره شاوخوا څلور اعشاريه څلور ملیونو کسانو نوم لیکنه کړې.

خو یو شمېر خلک اندېښنه څرګندو چې که دولت د ټاکنو مرکزونو امنیت خوندي نه کړي، را راوانو ټاکنو کې به د خلکو برخه کمرنګه وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب