ايران کې پر افغان ماشومې جنسي تېری شوی

د انځور حقوق Social Media
Image caption دغه تصوير پر خواله رسنيو لاس په لاس کېږي

د ايران په اصفهان ښار کې پر يوې افغان ماشومې نجلۍ جنسي تېری شوی دی. د ايران د بېړنيو پېښو د ادارې رييس رضا جعفري د ايلنا خبري اژنس ته ويلي، دغې افغان ماشومې د خپل کور مخې ته لوبې کولې چې تښتول شوې او څو ساعته وروسته په يوه کنډواله ځای کې موندل شوې ده.

ښاغلی جعفري وايي دغه ماشومه اوس له روغتون رخصت شوې ده.

په تهران کې د افغان سفارت د پېښو مسوول مسعود فريادي له رسنيو سره په خبرو کې پر دغې ماشومې د جنسي تېري پخلی کړی او وايي دغه پېښه د ايران د پوليسو او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنر تر څېړنې لاندې ده.

د ښاغلی فريادي په وينا تراوسه په دغه پېښه کې ښکېل کسان نه دي نيول شوي.

د دغې نجلۍ يو خپلوان چې له ايرانه بهر ژوند کوي بي بي سي ته ويلي، دا پېښه د سې شنبې په ورځ (۹ غبرګولي) په اصفهان ښار کې هغه مهال شوې چې دغه نجلۍ د ډوډۍ اخيستو لپاره له کوره وتلې وه.

دغه کس چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، پر موټر سايکل سپاره کس نجلۍ تښتولې او جنسي تېری يې پرې کړی دی.

دی وايي، وروسته د نجلۍ کورنۍ د اصفهان پوليسو ته خبر ورکړی او روغتون ته لېږدول شوې وه.

څو ورځې وړاندې، پر ټولنيزو رسنيو د پنځه کلنې افغان ماشومې چې ويل کېږی جنسي تېری پرې شوی خبر لاس په لاس کېده، خو هېڅ کومې کره سرچينې تر دې مهاله دغه خبر نه و تاييد کړی.

اړونده مطالب

ورته مطالب