غزني کې ۳۰۰ ښځو ته کورنۍ زرغونې خونې

Image caption په وروستیو کلونو کې د نویو لارو په کارونې سره په افغانستان کې د کرنې په برخه کې ښځو ته د بوختیا زمینه برابره شوې.
Image caption په غزني کې د کرنې او مالدارۍ ادارې ۳۰۰ مېرمنو ته زرغونې خونې جوړي کړې، چې په دې توګه اوس کولای شي د کال په هر فصل کې د خپل کور په انګړ او یا هم نژدې ځای کې د تازه سبو بوټي وکري.
Image caption دغه ښځې د خپل کورني اقتصاد پیاوړتیا کې اوس برخه اخلي.
Image caption د غزني ښار اوسېدونکې نادیه لومړی ځل وتوانېده چې د خپل کور لګښت له کرنیزې لارې پوره کړي.
Image caption نادیه اوس په هغه زرغونه خونه کې کار کوي، چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري ورته جوړه شوې. دا خپل ترلاسه شوي محصولات بازار کې هم پلوري.
Image caption د زرغونو خونو کښت له دې مخکې د افغانستان په فراه او هرات ولایتونو کې تر ډېره بریالي و.
Image caption زهرا یوه له هغوو ښځه ده چې په خپل کور کې زرغونه خونه یا ګرین هاوس لري.

اړونده مطالب