یونیسف: د افغانستان نیمايي ماشومان ښوونځي ته نه ځي

یونیسف وايي، نژدې نیمايي افغان ماشومان له ښوونځي بې برخې دي. د انځور حقوق unicef
Image caption یونیسف وايي، نژدې نیمايي افغان ماشومان له ښوونځي بې برخې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونیسف" په یوه تازه رپوټ کې ویلي، په افغانستان کې د روانې جګړې او ناامنیو له کبله د دغه هېواد نیمايي ماشومان ښوونځي ته له تللو بې برخې کړي دي.

په یاد راپور کې راغلي، نیمايي ماشومان د ۷ او ۱۷ کلونو ترمنځ عمرونه لري، په دې معنا چې ۳٫۷ میلیون ماشومان افغانستان کې ښوونځي ته له تللو محروم دي.

یونیسف وايي، له ۲۰۰۲ کال راپدېخوا ښوونځیو ته د ماشومانو د نه تګ چاره ډېره شوې ده.

رپوټ وايي، له ښوونځي د محرومو شویو ماشومانو ۶۰ سلنه نجونې دي. دا شمېر په ولایتونو کې په ډېرېدا دی.

د یونیسف د راپور له مخې، په کندهار، هلمند، میدان وردګو، پکتیکا، زابل او ارزګان ولایتونو کې ۸۴ سلنه نجونې ښوونځي ته نه ځي.

ښوونځي د رای ورکولو نوملیکنې ته مناسب دي؟

اشرف غني: ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لری

په راپور کې دا هم راغلي، چې د نامنیو سربېره، بې ځایه کېدل او په ټیټ عمر ودېدل، د ښځینه ښوونکو کمی او ښوونځیو کې د امکاناتو نشتوالی تر ډېره له ښوونځیو د نجونو او ماشومانو د پاتې کېدو لوی لاملونه دي.

د افغان دولت د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې نژدې زر ښوونځي د ناامنیو له کبله تړلي دي.

د انځور حقوق unicef
Image caption د افغانستان هغو ماشومانو له ډلې ۶۰ یې نجونې دي، چې ښوونځي ته نه ځي

په افغانستان کې د یونیسف استازې ادیل خضر وویل، که څه هم په رپوټ کې وړاندې شوې شمېرې اندېښمنوونکې دي، خو راتلونکې کې هیله شته.

هغې وویل، له ښوونځیو د ماشومانو د محرومو پاتې کېدو له کبله له هغوی نه د ناوړه ګټې اخیستو ته لمن وهل کېږي.

د یونیسف تازه رپوټ کې غوښتنه شوې، په هغو ولایتونو کې چې له ښوونځیو د نجونو د محرومیت کچه په کې لوړه ده، د مذهبي مشرانو له خوا ښوونځیو ته د نجونو تګ ته کورنۍ او وګړي وهڅوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د روان ۱۳۹۷ ښوونيز کال د پیل مراسمو کې د ښوونې او روزنې کال اعلان کړ چې په وینا یې، دولتي ارګانونو ته یې سپارښتنه کړې چې په هېواد کې د تعلیم لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغان ولسمشر وايي نيمايي ښوونځي ودانۍ نه لري

ورته مطالب