غني: پر عالمانو برید د پیغمبر پر وارثانو برید دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په کابل کې د دیني عالمانو پر غونډه برید غندلی او په یوه وېډیويي پیغام کې یې یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې د حکومت د سولې وړاندیز ومني.

پرون د افغانستان د لويې جرګې په تالار کې نژدې ۲۵۰۰ دیني عالمان راټول شوي وو او د یوې فتوا په صادرولو سره یې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او ځانمرګي بریدونه حرام وبلل.

دغو عالمانو پر حکومت او مخالفو وسله والو د جګړې د ژر درولو غږ وکړ او ويې ویل چې ځانمرګي بریدونه هېڅ شرعي دلیل نه لري.

د غونډې په وروستیو شېبو کې غونډې ته نژدې یو ځانمرګی برید وشو، چې اته دیني عالمان پکې ووژل شول او د شلو په شاوخوا کې نور ژوبل شول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر دیني عالمانو پرونی برید د پیغمبر پر وارثانو برید بللی.

د عالمانو فتوا: افغانستان کې روانه جګړه ناروا او ځانمرګي بريدونه حرام دي

کابل کې د دیني عالمانو غونډې ته نږدې ځانمرګی برید شوی

ښاغلي غني په دغه ویډیويي وینا کې ویلي، د عالمانو د یادې فتوا د منځپانګې په تایید یو ځل بیا په وسلوالو طالبانو غږ کوي چې د حکومت له خوا ور ته د سولې وړاندې شوې طرحه ومني او نور له وینې تویونې او هېواد له ویجاړۍ لاس واخلي:

"ددغې جامع فتوا د محتوا په اساس په افغانستان کې روانه جګه مطلقاً ناروا ده؛ ځکه انتحار، انفجار، خشونت او افراطیت د اسلام مبارک دین کې هېڅ شرعي اساس نه لري، سولې ته غاړه نه اېښودل د الله او د رسول له اوامرو څخه ښکاره سرغړونه ده."

ښاغلي غني ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه وکړه چې د دیني عالمانو له خوا د ځانمرګو بریدونو د حرام ګڼلو په فتوا کې د راغلو ټولو وړانديزونو د عملي کولو لپاره جدي ګامونه واخلي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ديني عالمان: د افغانستان جګړه ناروا ده

په کابل کې د افغانستان لویې جرګې په تالار کې کابو دوه زره دیني عالمان راټول شوي وو او د یوې فتوا په ورکولو یې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او ځانمرګي بریدونه حرام وبلل، خو د دیني عالمانو د یادې غونډې له ختمېدو سره سم پر دوی ځانمرګی برید وشو چې په پایله کې اته دیني عالمان ووژل او شاوخوا شل ژوبل شول.

وسلوالو طالبانو ویلي چې پر دیني عالمانو ياد برید د دوی کار نه دی.

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په پار په کور د ننه او بهر افغان او د اسلامي نړۍ نورو عالمانو ناستې کړې، خو د دولت وسله والو مخالفانو تر اوسه دغو ناستو او د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

ورته مطالب