لغمان کې چاودنه: ۴ کسان وژل شوي ۱۳ ټپیان دي

د انځور حقوق LMO
Image caption د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک بي بي سي ته وویل چې چاودېدونکي توکي موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي ول.

چاودنه نن جمعه د غبرګولي ۱۸ د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې د سلطان غازي بابا ښارګوتي اړوند د یونس چوک نومې سیمه کې شوې.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک بي بي سي ته وویل چې چاودېدونکي توکي موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي ول.

چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې خلک د جمعې له لمانځه راوتلي او د کورونو په لور روان وو.

د نوموړي په وینا چاودنه کې د ځایي دیني عالم مولوي محمد یونس شمه خېل په ګډون څلور کسان وژل شوي او دیارلس نور ټپیان دي.

وژل شویو کې د ښاغلي شمه خېل ساتونکی، یو محصل او یو لاروی شامل دي.

Image caption د پیښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی په غاړه اخیستی.

ښاغلي شمه خیل د اتحاد العلماء افغانستان په نوم د دیني عالمانو د یوې خپلواکې ټولنې مشري کوله.

رپوټونه وایي چې ټپیان ډېری ملکي وګړي دي چې د ولایت د عامې روغتیا روغتون ته وړل شوي.

په ټپیانو کې د درېیو روغتیایي حالت نازک دی چې دوه یې د ښاغلي شمه خیل زامن دي.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

نور جزیات وروسته.