طالبان به درې میاشتې اوربند وکړي؟

د انځور حقوق .

وسلوالو طالبانو د شنبې په ورځ (د جون نهمه) رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي، چې د خپل مشر په سپارښت د کوچني اختر درې ورځې پر افغان ځواکونو برید نه کوي.

دا ګام له هغه څو ورځې وروسته دی چې تېره پنجشنبه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې له ۲۷ د کوچنۍ اختر تر پنځمې له طالبانو سره یو لوریز اوربند اعلان کړ.

سره له دې چې د ولسمشر غني اوربند که ملاتړي ډېر لرل، خو مخالفان یې هم وو، مګر د وسلوالو طالبانو د اوربند اعلان ته خواله رسنیو کې ډېر هرکلی شوی دی.

د خواله رسنیو کارن هیله ښيي چې دا درې ورځې اوربند په سوله بدل شي.

ان د نوراني حیران په نوم یو شاعر ورته د اوربند په نوم د شپږو بیتونو شعر ویلی دی:

دا اوربند دې دومره بند شي چې د جنګ بلا شي بنده

چې بیا سوله دلته راشي چې بیا سوله شي پابنده

چې مو زړونه پسې مړه دي چې مو زړونو ته ټکور ده

هغه لرې ناوکۍ دې بیا د امن شي را لنډه

یوه نیمه لسیزه کې د خوښیو اختر

د وسلوالو طالبانو اوربند درې ورځې دی، خو ښايي خلکو ته یې خوښي له دې امله ډېره وي چې ان کله کله د اختر لمانځه کې هم بریدونه او چاودنې شوې دي.

په دا ډول بریدونو کې به وسلوالو طالبانو خپل هدف افغان چارواکي ښودلي وي، خو ولسي وګړو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښايي همدا وجه وي چې د روح الله روحاني په نوم یو فیسبوک کارن وايي، دا به په تېره یوه نیمه لسیزه کي لومړی ځل وي چي، افغانان د اختر ورځي په خوښيو سره تېرې کړي!

طالبانو د درېيو ورځو اوربند اعلان وکړ

غني: د اختر تر پنځمې په وسله والو طالبانو تهاجمي عملیات نه کوو

یو بل کارن محبوب الله خان محبوب لیکلي، چې افغانان اختر ته دومره تږي نه دي لکه اوربند او سولې ته.

"ښايي تر اختر سولې ته تږي ځکه وي چې ډېر ځوانان ان په اختر کې هم له ښارونو خپلو سیمو ته تللی نه شي".

له افغان ځواکونو سره تړلي کسان پرېږده، ان ځینې هغه خلک هم کلیو ته په عادي حالت کې پرېږده اخترونو کې هم نه ځي چې ښار کې کاروبار یا خپلواکې دندې لري، ځکه دوی وېرېږي چې د طالب په پلمه یې څوک ونه وژني یا یې طالب له حکومت سره د تړاو په تور ونه نیسي.

د طالب او سرتېري خپلمنځي مبارکۍ

خو د وسلوالو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد له ځايي افغان رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې د اوربند پرمهال د افغان حکومت ماموران خپلو سیمو ته بې وسلې تللی شي.

دا چې کوم مامور به په ډاډه زړه د طالب تر ولاک لاندې سیمې ته لاړ شي که نه، خو یوه فیسبوک کارن او د پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب لیکلي:

"څه ښه به شي چې د اختر په سهار ملا طالب اخوند او د ملي اردو سرتېری په یوه جومات کې د اختر لمونځ وکړي او یو بل ته د مبارکۍ غاړې ورکړي.

زه به د شکرانې لمونځ وکړم او د خپل جېب ټولې پېسې به خېرات کړم او تاسې؟"

د دریو میاشتو اوربند هیله

د وسلوالو طالبانو دغه ګام پر افغانستان سربېره پښتونخوا او پاکستان کې پښتانه ځوانان هم هیله من کړي دي.

یو فیسبوک کارن او ټولنیز فعال ممتاز اورکزي د طالبانو مننه او ستاینه کړې چې اوربند یې کړی.

دی زیاتوي: اوس موږ ټول پښتانه په جرګه ورځو چې دا اوربند درې مياشتې کړي، طالبان پښتانه دي د جرګې مخ به خامخا کوي.

کوم ملګري چې ما سره متفق دي د فيسبوک له لارې دې د درو مياشتو د اور بند خواست پيل کړي. زور په زاريو نه کمېږي ...

د نوموړي دا تبصره په دوو ګړیو کې تر څلوېښتو ډېر ځلې شریکه شوې او په لسګونو تبصرې ور باندې شوې چې دی یې ستایلی او د خبرې ملاتړ یې شوی دی.

خو له دې هيلو سره سره ځینې ځوانانو دا اندېښنه هم ښودلې چې دواړه لوري به پر اوربند ودرېږي که نه.

دوی غوښتنه کړې چې دغه اوربند یې د وړو ډلګیو له خوا هم ومنل شي او د افغانانو لنډمهالۍ خوشالۍ زیانمنې نه کړي.

ورته مطالب