'هیله ده د مخامخ خبرو نېټه او ځای اعلان شي'
'هیله ده د مخامخ خبرو نېټه او ځای اعلان شي'
د حکومت د اوربند غبرګون ته د طالبانو د درو ورځو اوربند اعلان په تړاو د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد اکرم خپلواک دا د سولې لپاره پیلامه بللې ده.
نوموړي بي بي سي ته ویلي، هيله من يو چې دغه دوه اړخيز اوربند دوامداره شي او د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو لپاره زمينه برابره کړي. بين الافغاني مذاکرات تر ټولو ښه حل لاره ده.