عبدالله د غني له خوا د انرژۍ وزیر له لرې کېدو سره مخالفت وکړ

د انځور حقوق ږ
Image caption ښاغلی عثماني د اجرایه ریاست له خوا دغې دندې ته پېژندل شوی و.

د افغان حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله د اوبو او او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني له لرې کېدو سره مخالفت وکړ.

ولسمشر غني د شنبې په ورځ (د جون نهمه) د یوه حکم صادرولو سره ښاغلی عثماني له وزارت اګوښه او د هغه مرستیال یې سرپرست وګوماره.

د اجرایه ریاست خبرپاڼه کې راغلي چې د ښاغلي عثماني "د بریالي مدیرت لاسته راوړنو" ته په پام د نوموړي د کاري برخلیک په هکله پرېکړه به د چین له سفر د افغان ولسمشر له ستنېدلو او د ملي وحدمت حکومت له روحیې سره سمه کېږي.

خو د لسمشر غني او عبدالله ترمنځ د ملي وحدت حکومت د دوو کلونو لپاره و.

* عبدالله عبدالله: زه ځان مسلمان او افغان بولم

* "له زورواکانو سره چلند؛ اشرف غني که حامد کرزی برلاسی و؟"

د افغانستان اجرایه مشر له علي احمد عثماني غوښتي چې تر هغه مهال د اوبو او انرژۍ وزیر په توګه خپل کار ته دوام ور کړي.

ښاغلی عثماني د اجرایه ریاست له خوا دغې دندې ته پېژندل شوی و.

د ملي یووالي حکومت د هوکړې له مخې، دواړه لوري د کابینې غړو په ګومارلو کې یو شان ونډه لري.

په دغه هوکړه کې دا هم زیاته شوې چې د لوړ پوړو چارواکو ګومارل او لرې کول د دواړو لورو له هوکړې سره کېږي.

خو افغان ولسمشر تېر کې هم د لوړپوړو چارواکو د ګومارلو او لرې کولو په برخه کې اساسي قانون کې پر خپل واک ټینګار کړی دی.

د څو میاشتو خراب اړیکي

د انځور حقوق fb

د ښاغلي غني اړیکي له څو میاشتو راهیسې د اوبو او انرژۍ وزیر سره خراب و.

دا خبر له هغه وروسته رسنیز شو چې ښاغلي غثماني په هرات کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو پروژې د کار پیلولو ناسته کې ګډون نه درلود.

څو ورځې مخکې هم دغه وزیر په بلخ کې د برېښنا رسولو څو پروژو پرانیسته کې له ولسمشر سره نه و.

ښاغلي عثماني ویلي ارګ ترې غوښتي و چې د تاپي پروژې پرانیست غونډه کې د ګډون لپاره هرات ته لاړ نه شي.

د نوموړي دفتر مشر وايي، چې د حامد کرزي هوايي ډګر مامورانو نوموړی بلخ ته له سفر منع کړی و.

ورته مطالب