افغان نظارت خونو کې ولې تورن له قانوني مودې ډېر ساتل کېږي؟

نیول شوي کسان د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د افغانستان د جزایي اجراتو قانون پربنسټ، پولیس کولی شي تورن له نیول کېدو وروسته یوازې ۷۲ ساعته وساتي. وروسته ددوی دوسیه څارنوالۍ ته او تورن توقیف خونې ته استول کېږي.

بي بي سي موندلې چې د افغانستان د پلازمېنې په ګډون ځینو ولایتونو کې تورن کسان له قانونې مودې ډېر په نظارت خونو کې ساتل کېږي. د قانون پربنسټ، د پولیسو اړوند څارخونو کې نیول شوی کس باید له ۷۲ ساعتونه یا درې ورځې ډېر ونه ساتل شي. په دې موده کې تورن باید توقیف خونې ته او دوسیه یې څارنوالۍ ته ولېږل شي.

کابل کې زموږ همکار عبیدالله حسام چې د امنیه قومندانۍ اړوند نظارت خونې ته تللی او دا رپوټ یې چمتو کړی وايي، داسې کسان هم شته چې لږ ترلږه ۱۵ ورځې یې هلته تېرې کړي دي.

په هغو زندانونو او نظارت خونو کې چې د بشري حقونو ملاتړي بنسټونو لاسرسی ورته شته، په ښکاره پکې له بندي شویو کسانو سره فزیکي زور زیاتی یا ربړونه نه تر سترګو کیږي، خو په څار خونو کې د تورنو له ټاکلې قانوني مودې ډېر پاتې کېدل، په خپله د رواني ربړونې او زورزیاتي یوه بڼه بلل کېږي.

دا وضعیت پلازمېنې کې څه ناڅه ښه خو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو او بیا په لرې پرتو ولسوالیو کې ناوړه ښودل کېږي.

د کابل امنیه قومندانۍ د نظارت خونې د مشر په خبره، هلته څه باندې ۲۶۰ کسان ایسار کړای شوي دي.

له څو تنو سره چې مې خبرې وکړې، په دې ځای کې تر ټولو کمه موده یې څوارلس ورځې وه چې دوی هلته پاتې شوي دي.

افغان زندانونه؛ بندیان ډېر ځای او اسانتیاوې کمې

مدني ټولنې افغان زندانونو کې اخلاقي فساد یادوي

م. م: د افغانستان زندانونو کې بندیان شکنجه کېږي

یوه راته وویل: ''زما قضیه حقوقي ده، څارنوالانو دلته راوړې او جزايي کړې یې ده. دا تجارتي موضوع ده باید تجارتي محکمې او حقوقو ته تللې وای''.

د پلازمېنې نظارت خونه کې د بېلابېلو جرمونو تورن کسان یوځای ساتل کیږي. ددې نظارت خونې مشر راته وویل:

''له نشه يي توکو پیل تر جګړې او ترافیکې پېښې، قتل او تښتونې پورې ټول تورن پکې شته. ''

یو شمېر کارپوهان وېره ښيي چې په نظارت خونو کې د لویو او کوچنیو جرمونو تورن کسان یوځای ساتل، ټولنې ته جدي خطر پېښوي.

د مدافع وکیلانو د ټولنې مشر روح الله قاري زاده:

''دغه غله او خطرناک کسان له فرصته په ګټې اخیستو نور کسان هڅوي چې په بانډ کې یې شامل شي او بیا کله چې له زندانه ووځي، نو په بانډ کې فعالیت کوي او خطرناک جرمونه کوي. توقیف خونو کې هر ډول نیول شوي راغونډول ډېر خطرناک دي.''

دا ستونزه یوازې تر پلازمېنې محدوده نه ده. ولایتونو او لرې پرتو ولسوالیو کې دا ستونزه جدي بلل کېږي.

په هرات کې مې همکار محمد قاضي زاده ددې ولایت کرخ ولسوالۍ ته تللی او په نظارت خونو کې یې د ایسارو شویو کسان وضعیت کتلی.

د انځور حقوق FB
Image caption روح الله قاري زاده وايي، توقیف خونو کې د بېلابېلو جرمونو او تورونو اړوند کسان یوځای ساتل ډېر خطرناک دي

دی وايي، ددې ولسوالۍ څارخونه چې څه موده وړاندې جوړه شوې، دوه کوچنۍ خونې لري. په دې خونو کې پنځه کسان د خپل برخلیک تر مالومېدو همدلته ایسار پاتې شوي دي.

په دې څارخونه کې تورن کسان وايي، هر یو یې لږ ترلږه شل ورځې هلته ساتل شوي دي.

د هرات کرخ ولسوالۍ د نظارت خونې په تیاره خونو کې د پنځو کسانو له ډلې یو یې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي:

''زما پوښتنه دا ده، پېښه خو وشوه، دواړې خواوې کېناستو مشکل مو حل شو او له مخالف اړخ نه مو ابرا هم اخیستې ده، خو لاهم په نظارت خونو کې پراته یو او ستونزه مو نه ده حل کړای شوې او له سرخوږي سره یې مخامخ کړي یو.''

د افغانستان د جزایي اجراتو قانون پربنسټ، پولیس کولی شي تورن له نیول کېدو وروسته یوازې ۷۲ ساعته وساتي. وروسته ددوی دوسیه څارنوالۍ ته او تورن توقیف خونې ته استول کېږي.

خو ولې د قانون دې حکم ته پام نه کېږي؟ په کابل او هرات کې د پولیسو استدلال یو ډول دی.

د انځور حقوق FB: Dawood.Amin
Image caption د کابل پولیس وايي، توقیف خونه پخوا امنیه قومندانۍ کې وه، خو اوس د څرخي پله زندان ته لېږدول شوي.

د کابل امنیه قومندان داوود امین مې په دې اړه وپوښت:

''داسې کسان موږ نه لرو، چې بندیان وي او په نظارت خونو کې ساتل کېږي. خو له عدلي او قضايي ارګانونو سره یوه ستونزه لرو، د دوی دوسیې جوړېدو لپاره موږ ۷۲ ساعته وخت لرو، څارنوالي د خپلو څارنو او څېړنو لپاره ۱۵ ورځې وخت لري. ځکه موږ د تحقیق صلاحیت نه لرو، خو که د څارنوالۍ د غوښتنې پربنسټ په نظارت خونه کې ۱۵ ورځې ساتل کېږي، دا موږ منو.''

د کابل امنیه قومندانۍ اړوند نظارت خونه کې مې څو کسان ولیدل چې له تورنو کسانو سره په خبرو بوخت و، په دوی کې یو شمېر یې څارنوالان او څو تنه نور مدافع وکیلان وو.

که څه هم د اصولو له مخې څارنوال باید له تورن کس څېړنې په خپل دفتر کې د مدافع وکیل پروړاندې وکړي، خو د امنیه قومندانۍ چاروکو ویل چې د ځینو ستونزو له امله څارنوالان او مدافع وکیلان نظارت خونو ته ورځي او له تورنو کسانو څېړنې کوي.

د کابل پولیس وايي، توقیف خونه پخوا امنیه قومندانۍ کې وه، خو اوس د څرخي پله زندان ته لېږدول شوي. له همدې امله څارنوالانو او مدافع وکیلانو ته تګ راتګ ستونزمن دی.

Image caption د کابل پولیس وايي، توقیف خونه پخوا امنیه قومندانۍ کې وه، خو اوس د څرخي پله زندان ته لېږدول شوي. له همدې امله څارنوالانو او مدافع وکیلانو ته تګ راتګ ستونزمن دی.

په ټوله کې ولې تورن کسان په نظارت خونو کې له قانوني مودې ډېر ساتل کیږي، اصلي ستونزه څه ده؟ د افغانستان د مدافع وکیلانو د ټولنې مشر روح الله قاري زاده:

''د جزايي قانون اجرآتو په صراحت حکم کړی چې پولیس څومره صلاحیت لري، څارنوال څومره او محکمه څومره موده واک لري. خو له بده مرغه په دې کې هم پولیس ناغیړي کوي او هم څارنوالي او هم محکمه غفلت کوي.''

د افغانستان په ډېرو عدلي او قضايي ادارو کې اداري سیستم زوړ او کاغذي دی. په دولتي ادارو کې د کمپیوټر په مټ اداري کارونو ترسره کول لاهم ټولیز شوي نه دي. کارپوهان وايي، که د ادارو زاړه سیستمونه نوي شي، د حقوقي مسلو څېړل به ګړندي شي او د ازادۍ د سلب په مرکزونو کې شته ستونزې به تر یوې کچې راکمې شي.

ورته مطالب