ننګرهار ډله ییز برید؛ درې بریدګر او یو پولیس وژل شوي

.

د افغانستان په ختيځ ښار جلال اباد کې د پوهنې ریاست او طب پوهنځي ته څېرمه د وسله والو په ننني ډله يیز بريد کې يو پوليس او درې بريدګر وژل شوي او۱۶ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

سيمه یيز چارواکي وايي، بریدګر په يوه کرولا موټر کې راغلي وو او موخه یې يادې ادارې وې.

د ننګرهار امنیه قومندان غلام سنايي ستانکزي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، په برید کې ۳ برید ګرو برخه اخیستې وه چې د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوي دي:

"یوه ځان ته چاودنه ور کړې او دوه نورو چې غوښتل یې پوهنې ریاست او طب پوهنځی ته ننوځي هدف ته تر رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوي دي"

د نوموړي په خبره، امنیتي ځواکونو د پېښې په ځای کې له باروتو ډک درول شوی موټر هم شنډ کړی دی.

* ننګرهار کې د پارلمان د غړي پر مېلمستون ډله ییز برید شوی

* د داعش له خبرداري وروسته په ننګرهار کې لسګونه ښوونځي تړل شوي

* ننګرهار کې برید پای ته رسېدلی؛ ۱۰ کسان یې وژلي او ۴۲ ټپیان دي

نن دوشنبه د جون ۱۱مه سهار لس بجې د ننګرهار پوهنې ریاست او طب پوهنځي ته څېرمه ډله ییز برید شوی و چې د ننګرهار د والي ویاند په خبره، موخه یې د پوهنې ریاست ودانۍ وه.

د ننګرهار روغتيايي چارواکو بي بي سي ته ویلي له پېښې ورته د یو پولیس په ګډون ۱۷ ټپیان ور وړل شوي چې ټپي شوي پوليس په روغتون کې ساه ورکړې او نور ټپیان تر برسېرني درملنې وروسته کورونو ته استول شوي دي.

که څه هم تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو د روان لمریز کال د غوايي میاشتې په ۲۳مه د پوهنې ریاست په ګاونډ کې د مستوفیت پر ریاست ډله ییز برید وشو چې پړه یې داعش ډلې منلې وه.

په یاد برید کې د دوو ځانمرګو په ګډون اتو برید ګرو ونډه لرله چې لس کسان یې ووژل او ۴۲ نور یې تپیان کړل.

تېره اونۍ د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې له خبرداري وروسته په جلال اباد ښار او شاوخوا ولسوالیو کې نژدې ۸۰ ښوونځي تړل شوي وو.

د ننګرهار ولایت د پوهنې رییس حسیب شینواري منلې وه چې له امنیتي خبرداریو وروسته دغه ښوونځي تړل شوي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي او مستوفیت ریاست په منځ کې پروت دی چې لوېدیځ ته یې د ننګرهار ولایت محبس هم موقعیت لري.

ورته مطالب