څرخي پله زندان کې ۲۳۰ کسان په دماغي تبرکلوز اخته دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د زندانيانو روغتيا

د افغانستان په زندانونو کې د زندانیانو روغتیايي وضعیت کړکېچن دی. د نري رنځ، پوستکي ناروغیو او ناسم چاپېریال د بندیانو ژوند له سختو کړاوونو سره مخامخ کړی دی.

بي بي سي موندلې چې تېر کال په څرخي پله زندان کې دماغي نري رنځ یا دماغي تبرکلوز د ۱۵۰ زندانیانو نیم بدن فلج کړی و، خو د سږ کال یوازې په لومړیو درېوو میاشتو کې۲۳۰ کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

داود یو له هغو بندیانو دی چې دماغي نري رنځ ناروغۍ یې نیم بدن شل کړی:

"داسمه ده چې د خلکو په نظر کې مجرمان یو، خو موږ ته باید ټول انساني حقونه راکړل شي. د انسان اهمیت دلته نه شته ...."

هغه له ۸ نورو بندیانو سره په نه درملېدونې ناروغۍ اخته او له نورو زندانیانو لرې د محبس تر پنجرو شاته بستر دی. خونه یې څه ناڅه پاکه، خو روغتیايي امکانات پکې ډېر کم دي.

۳۰ کلن داود شپږ کاله پخوا څرخي پله زندان ته په خپلو پښو راغی او تر شلو اونیو یې ښايي د بند موده یې پای ته ورسيږي، خو هغه ناروغي (درد) چې دی زندان کې پرې اخته شوی، د ژوند تر پایه به ورسره مل وي.

* افغان نظارت خونو کې ولې تورن له قانوني مودې ډېر ساتل کېږي؟

* افغان زندانونه؛ بندیان ډېر ځای او اسانتیاوې کمې

* مدني ټولنې افغان زندانونو کې اخلاقي فساد یادوي

ځینو بندیانو راته وویل چې د کمو اسانتیاوو له امله په دغه محبس کې عادي ناورغۍ په بې علاجه ناروغۍ بدلې شوې دي.

محمد اصف وايي، په ساده عملیاتو یې د ناروغۍ درملنه شونې وه، خو په باور یې اوس مرګ ته شېبې شمېري:

"په سرطان اخته یم. دوه کاله کېږي ناروغ یم، له څلورو میاشتو راهیسې شاپه تخته پراته یو، وايي دلته دې علاج نه کېږي، درې څلور لاعلاجه زندانیان مړه شول، د ښه کېدو هیله مو نشته خو مرګ ته انتظار یو."

په څرخي پله زندان کې تېر کال شاوخوا سل بندیان د بېلا بېلو ناروغیو له امله مړه شوي دي.

د دغه زندان بلاکونه د نږدې څلور زره کسانو لپاره جوړ شوي و، خو اوس پکې څه باندې لس زره بندیان ساتل کیږي.

له حده زیاته ګڼه ګوڼه او ناسم چاپېریال د دغه جېل د پنجرو ترشاه خونو کې لیدل کیږي.

د انځور حقوق Getty Images

پر نري رنځ سربېره ځینې نورې خطرناکې او ساري ناروغۍ د محبس پیاوړو دېوالونو په څېر له زرګونو زندانیانو را تاوې دي.

د څرخي پله زندان له روغتونه د وتلو پروخت یو بندي علم یار راپسې رامنډه کړه، خپلې پایڅې او لمن یې جګه او ځان یې راوښود. ده په زندان کې له بلې روغتیايي ستونزې راته وویل:

" ټول ځان مې د پوستکي ناروغۍ نیولی، یوازې زه نه یم ۳ یا ۴ سوه کسان دي. دوه یا څلور ګولۍ راکړي، تاسو اوم بلاک وګورئ، خدایکه به غوجل دغسې وي"

هغه وویل په یوه خونه کې ۱۳ کسان ساتل کېږي چې د ویدېدو پر مهال د یوه پښې پر بل لګېږي.

Image caption دماغي نري رنځ ناروغۍ د محمد داود نیم بدن فلج کړی دی

د افغانستان تر ټولو لوی زندان کې یوازې یو شل بستریز روغتون دی، چې هره ورځ ورته سل بندي ناروغان مراجعه کوي، خو یوازې درې متخصص ډاکټران لري.

د زندان د روغتون مسول ډاکټر محمد اشرف الکوزی :

" دلته ۱۰ زره کسان بندیان دي او ټول ناروغان دي چې ډاکټر او درملنې ته اړتیا ده. د ښې درملنې لپاره په زندان کې ۵۰ بستریز روغتون ته اړتیا ده. "

ډاکټر الکوزی زیاتوي چې ناچاري دې ته اړ کړي چې په بلاکونو کې دننه له بندي ډاکټرانو د نورو بندیانو په درملنه کې ګټه واخلي.

د افغانستان په زندانونو کې څه باندې ۳۰ زره کسان بندیان دي. ددوی روغتیايي خدمتونو ته یوازې ۲۰۰ زره امریکايي ډالره کلنۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

یاني هر بندي لپاره نږدې ۴۷۰ افغانۍ کلنی روغتیايي لګښت په پام کې نیول شوی.

خو روغتیايي چارواکي وايي، د معیاري خدمتونو وړاندې کولو لپاره یوازې د څرخي پله زندان کې د کال څه باندې یو میلیون ډالرو ته اړتیا ده. هغه پیسې چې پرې کولو ته یې د چارواکو په خبره نه توان شته اونه لېوالتیا.

ورته مطالب