د کابل ځانمرګي بريد کې ۱۳ کسان وژل شوي

کابل بريد د انځور حقوق Reuters

د کابل لوېديځ دارالامان سيمه کې د کليو او پراختيا وزارت سره نژدې چاودنه کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي. وژل شوي کسان دولتي کارکوونکي دي.

د افغانستان روغتيا وزارت اعلان کړی چې په دې بريد کې ۱۳ تنه غيرنظامي کسان وژل شوي چې څلور يې ښځې دي.

دغه وزارت زياتوي، په دې چاودنه کې ۲۵ کسان ټپيان شوي چې پنځه ښځې او يو ماشوم هم په کې شامل دي.

د کليو او پراختيا وزارت وياند فريدون اژند بي بي سی ته ويلي، وژل شوي او ټپيان د دغه وزارت کارکوونکي دي.

د سرچینو په وینا ځانمرګي بریدګر پلی و او د دغه وزارت د کارمندانو د رخصتۍ پر مهال یې ځان چولی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ مشاور حشمت ستانکزی وايي، چې برید د ماسپښین شاوخوا یوه بجه د کلیو د پراختیا وزارت په وره کې شوی او ددغه وزارت یو شمېر کارکوونکي پکې مړه او ټپیان شوي، خو کره شمېرې لا په لاس کې نشته.

دغه سیمه کې د کلیو د پراختیا وزارت ته نژدې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، لویه څارنوالي او د اداري اصلاحاتو کمېسیون هم موقعیت لري.

د انځور حقوق Reuters

د کليو او پراختيا وزارت سره څېرمه، د بشري حقونو خپلواک کميسيون دفتر، لويه څارنوالي او د اداري اصلاحاتو کميسون پراته دي.

ورته مطالب