احمدظاهر؛ تلپاتې سندرغاړی نور هم وپېژنئ

د انځور حقوق FB

د احمدظاهر نوم دیوه نامتو هنرمند ترڅنګ د بحث پاروونکو ادعاو او کیسو یاد تازه کوي. دغه تکړه سندرغاړی ۷۲ کاله وړاندې پر همدې ورځ (د جون ۱۴، د غبرګولي ۲۴) زوکړی و، ۳۳ کلن و چې پر همدې ورځ ومړ، ۳۹ کاله یې له مړینې تېرېږي او اوس هم ګڼ شمېر خلک په ساعتونو پر احمدظاهر غږېږي او دده په اړه د لا ډېر پوهېدو هڅه کوي.

د افغانستان د پخواني لومړي‌ وزیر ډاکتر ظاهر زوی چې د لغمان په ولایت کې وزېږېد، په ماشومتوب کې یې د کابل د حبیبیه لېسې 'بلبل' لقب خپل کړ، د سندرو شهرت یې د افغانستان له پولو واوښت، له غریبانو سره په مرسته کې یې شهرت درلود، درې ودونه یې وکړل، د یوې مېرمنې د وژلو په تور بندي شو او د خپلې زوکړې پر ورځ له یوې ترافیکي پېښې وروسته، کې چې ګڼ شمېر یې توطیه او قتل بولي، د پروان ولایت چاریکارو روغتون کې ساه ورکړه.

د داسې یو شخصیت ژوند افغان ټولنه کې چې ډېری مهال د ثبوتو او شواهدو تر موندلو یا منلو ډېر پر روایتونو باور کوي، د بحث او مجلس تودولو لپاره د ډېرو سمو، ناسمو او توطیې تیوریګانو وړاندې کولو موقه په لاس ورکوي.

خو له هغو شیانو چې روښانه دي د احمدظاهر صمیمیت او مهرباني وه، له غریبانو لاس نیوی و، او د پښتو سندرو کموالی یې دی چې له څلور یا پنځو نه اوړي.

"زما مورنۍ ژبه پښتو ده"

احمدظاهر که څه هم پښتون و خو یوازې څلور پنځه پښتو سندرې یې ویلي دي.

د احمدظاهر کورنی نوم توریالی و خو په کور کې دننه او نژدې ملګرو به یې تور باله. د ده د موسیقۍ ډلې یوه ضرب غږوونکي خلیل راغب چې اوس په امریکا کې ژوند کوي د سترګو لیدلي حال کیسې وکړې.

ښاغلی راغب وايي "احمدظاهر ډېره ښه پښتو ویله. په کور کې او همدارنګه د باندې به یې له پښتنو سره په پښتو خبرې کولې."

د انځور حقوق FB

وروسته له دې چې احمدظاهر خپله لومړنۍ پښتو سندره ثبت کړه، د افغانستان له ملي راډیو تلویزیون سره په مرکه کې یې له پښتو سره خپله مینه څرګنده کړه. مرکه کوونکی داود فاراني ورته وویل "تاسې تر ګڼو دري سندرو وروسته د لومړي ځل لپاره پښتو سندره وایئ".

احمدظاهر یې په ځواب کې وویل "ما له ډېرې مودې راپدېخوا تصمیم درلود پښتو سندره ووایم، تاسې پوهېږئ چې زما مورنۍ ژبه پښتو ده، او پښتو سندرې ویلو سره مینه لرم". داود فاراني پوښتنه وکړه "له یوې خوا ښه شو چې دا مشکل رفع شو، او له بل پلوه ما نه غوښتل کار دې جنجال ته..." له دې سره احمدظاهر په هغې چالاکۍ او د ژبې په تېزۍ چې پرې مشهور و، د ښاغلي‌ فاراني خبرې پرې کړې او ویې ویل "ښاغلی فاراني‌ زما خبرې لا نه دي خلاصې شوي...بله انګېزه چې زه یې اړ کړم پښتو سندره ووایم د ګڼ شمېر ګرانو اورېدونکو پرلپسې غوښتنه وه… بله یې دا چې څه موده وړاندې مې د "انانسر" په خپرونه کې هم وعده کړې وه چې پښتو سندرې وایم. نو خدای دې وکړي چې زما پښتو پارچه د یوه ارمغان په ډول د اورېدونکو خوښه شي."

په دې ثبت شوې مرکه کې چې د داود فاراني او احمدظاهر د غږونو توپیر ډېر نه کېږي، فاراني د احمدظاهر فصاحت ته په اشاره وايي "ښه شوه چې خپله وعده مو پوره کړه،‌ او له بل پلوه ستاسې ژبه په نطاقۍ کې ښه چلېږي، ښه به نه وه چې د خپرونې انانسري (وړاندې کول) هم تاسې پرغاړه اخیستي وای؟" احمدظاهر وايي "نه هغه مې تاسې ته در پرې ایښې ده"... او ورپسې یې دا سندره غږول کېږي چې "نه راځي جانان زما…".

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
احمدظاهر وايي "ما له ډېرې مودې راپدېخوا تصمیم درلود پښتو سندره ووایم، تاسې پوهېږئ چې زما مورنۍ ژبه پښتو ده، او پښتو سندرې ویلو سره مینه لرم".

خلیل راغب چې له احمدظاهر سره یې د ضرب غږوونکي په توګه اته کاله کار کړی او د سندرو جوړولو پرمهال به ورسره و وايي "ده خپل اورېدونکي، د خلکو ذوق او انتخاب په پام کې نیوه او د شعر او کمپوز پر غوراوي یې ډېر زیار اېسته."

د شهرت پولې، له ښار تر کلي

لږ سندرغاړي شته چې محبوبیت او شهرت یې ښارونو او بانډو دواړو ته لار موندلې وي. په څلوېښتمو او پنځوسمو لمریزو لسیزو کې احمدظاهر او د ده د دورې سندرغاړو له دودیزې افغان موسیقۍ سره د شرقي او غربي سبکونو اشنا کولو ته مخه کړې وه، چې دا مهال د ښاري وګړو ترڅنګ د کلیوالو زړونو ته لار کول لا ګرانه شوې وه.

د احمدظاهر یو له نژدې ملګرو او د راډیو افغانستان پخوانی مشر زموږ اوسنی همکار عبدالله شادان په دې اند دی چې د کلیوالو سیمو او ښارونو ترمنځ یو توپیر دا دی چې په کلیوالو سیمو کې د سیمه ییزې موسیقۍ او سندرغاړو شتون تر ښارونو ښه ګڼل کېږي،‌ خو احمدظاهر دا عادت بدل کړ او د افغانستان د بېلابېلو ژبو ویونکو کې ځان ته اورېدونکي‌ پیدا کړل.

زموږ همکار داود جنبش د احمدظاهر د شهرت په دوره کې د کابل پوهنتون محصل و چې په لیلیه کې اوسېده. دی وايي، د لیلیې په طعامخانه کې داسې محصل کم پیدا کېده چې د احمدظاهر خپرېدونکې سندرې یې نه خوښېدې. د ښاغلي جنبش په وینا د اروزګان یوه همټولګي یې یوازې غږ نه چې د احمدظاهر "ښایست او ځواني" هم ستایل او تل به یې د سندرو په اورېدو تبصره پیل کړه.

احمدظاهر د ښاري فرهنګ سمبول

د ډېرو معتبرو شاعرانو د شعرونو غوراوی د احمدظاهر یوه ځانګړنه وه. هغه په دري، پښتو، هندي او انګلیسي ژبو سندرې ویلي دي. که له یوې خوا دې د ډېرو اورېدونکو زړونه خپل کړي، له بلې خوا یې د احمدظاهر په اړه هغه عامه شوې ادعا چې "ټولې سندرې مې یې خوښېږي" ننګولې ده. داسې به لږ شونې وي چې د یوه سندرغاړي ټولې سندرې دې ښې وي او یا دې د ګردو مینه والو خوښې وي، خو د احمدظاهر په اړه دا خبره ډېره سمه ښکاري.

د انځور حقوق FB
Image caption په ښارونو کې د احمدظاهر عکسونه هرې خوا ترسترګو کېږي.

احمدظاهر د کابل په ګډون ځینو سیمو کې یو شمېرکسانو ته د ښاري فرهنګ او هنري ذوق په سمبول بدل شوی او له ده سره مینه نه لرل، داسې انګېرل کېږي چې ګواکې د دوی متمدنوالی تر پوښتنې لاندې راولي. په بله معنا د عیني شاهدانو په نظر احمدظاهر خوښول په ټولنه کې د بافرهنګوالي څرګندونه کوي.

په کابل کې یو ډېر ښه مستري و چې ما به خپل موټر وروسته. هر کله به چې ورغلم د ده له ګڼې ګوڼې ډکې مستري خانه کې به د احمدظاهر سندرې لګېدلې وې. دی دومره لوستی هم نه و چې د ټولو شعرونو په مفهوم یې پوه شي. ما یوه ورځ ترې وپوښتل چې، خلیفه ته خو دلته پر راتلونکو مشتریانو ټوله ورځ احمدظاهر اورې، څوک نه وايي چې بل څه ولګوه؟ ما ته یې وویل "کسې ایطور ګفته نمیتوانه، خودش بد معلوم مېشه" (څوک داسې ویلی نه شي، پخپله بد ښکاري).

ډېرو کسانو ته د احمدظاهر څوارلسم البوم ښاري بسونه، نانوایانې او هوټلونه ور په یادوي. څوارلسم کسټ یې ډېری په روانه ژبه عاشقانه سندري دي، خو څلور لسیزې وروسته هم یو شمېر تکراري اورېدونکي یې په معنا نه پوهېږي.

د احمدظاهر د سندرو کتابونه خپاره شول، سلګونو سندروغاړو او د سندریزو سیالیو برخوالو د احمدظاهر سندرې وویلې، خو اوس یې هم د یو شمېر سندرو ځینې شعرونه دومره غلط وايي چې خندوي دې.

احمدظاهر په افغاني ټولنه کې د لوېدیځ په اصطلاح یو "برنډ" ګرځېدلی چې که ننګولو ته یې هرڅومره دلایل ولرې، څوک غوږ نه درته نیسي.

پښتو سندرې یې ولې کمې دي؟

د احمدظاهر نژدې ملګري وایي، ده به په کنسرټونو او محفلونو کې خپلو اورېدونکو او مینه والو ته کتل او د هغه له ذوق سره سمې سندرې یې غوره کولې. ښاغلی راغب وايي، د ده په کنسرتونو کې به د دري ژبو او پښتنو سربېره ګڼ شمېر افغان سیکانو هم ګډون کاوه چې احمدظاهر هغوی هم په پام کې نیول او هندي سندرې یې ویلې. ښاغلی راغب زیاتوي د احمدظاهر پښتانه مینه وال هم د هغه د فارسي/ دري سندرو مینان ول.

عبدالله شادان بیا دا کومه نوې خبره نه بولي چې پښتون سندرغاړې دې لږ پښتو سندرې ویلې وي. ښاغلی شادان وايي " یو څه له یاده ونه باسو چې د افغانستان یو شمېر وتلي سندرغاړي اصلاً پښتانه دي، خو اکثریت یې فارسي سندرې ویلې دي، مثلاً احمدولي ته وګورئ، چې په خټه محمدزی دی، خو ډېری سندرې یې فارسي/ دري دي. تاسې ناشناس وګورئ چې پښتون دی، خو د پښتو برابر یې دري سندرې ویلي. تاسې استاد خیال وګورئ چې محمدزی پښتون دی خو د سندرو قاطع اکثریت یې فارسي دري دي او پښتو یې لږ ویلي دي. همداسې نینواز ته وګورئ. دا په دې معنا نه ده چې پښتو سندرې یې نه دي‌ ویلي".

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
عبدالله شادان بیا له پاینده څرګند سره په مرکه کې دا کومه نوې خبر نه بولي چې پښتون سندرغاړې دې لږ پښتو سندرې ویلې وي.

د ښاغلي شادان په اند که دې مسلې ته د تاریخي واقعیت په توګه وکتل شي، ډېرې پوښتنې ځوابېږي. دی وايي " یو څه چې د افغانستان په تاریخ کې پېښ شوي دا دي چې، د ابدالي دولت له تاسیس تر اوسه اکثراً د هېواد مشران پښتانه ول، خو د دوی او د دربار ژبه فارسي وه. تاسې د احمدشاه بابا دربار ته وګورئ، ټول فرمانونه یې په فارسي‌ دي. او یو شمېر هغه خلک دي چې له مشهداو نیشاپوره یې راوستلي ول. د دربار ژبه هر وخت فارسي وه. ډېری پښتانه شاهان آن په پښتو غږېدلی نه شوای."

د ښاغلي شادان په وینا له درباره نیولې بیا تر ښاره فارسي ژبه عامه وه، خو دا په دې معنا نه ده چې دوی د کومې ژبې پر وړاندې تعصب درلود. احمدظاهر هم پښتو سندرې لري، احمد ولي یې هم لري خو هغومره نه چې په فارسي یې لري."

عادتونه او په ټولنه کې د احمدظاهر د محبوبیت اسباب

"احمدظاهر داسې متواضع انسان و چې له هر چا سره یې یو ډول چلند کاوه" ښاغلي شادان ته له دې سره د احمدظاهر د غاړې قران شریف ور په یاد شو، "هر وخت به یې یو کوچنی لیکل شوی قران شریف (د تعویذ په توګه) پر غاړه و".

په کور کې د عادتونو په اړه د کیسو پر مهال ښاغلي راغب ته تر قران شریف لاندې د احمدظاهر تېرېدل ور په زړه شول."ډېر با تقوا او پر خدای عقیده لرونکی کس و. چې له کوره به وتلو نو په کور کې کارکوونکې خاله ته به یې ویل چې ته قرآن شریف لوړ ونیسه چې له لاندې یې تېر شو. نو بیا به یې موږ ته مخ کړ چې 'اوس مو غر ترشا ولاړ دی، ځئ چې ځو'".

د ده په وینا د "تور" (احمدظاهر) په اړه ښاغلی راغب نه خلاصېدونکې کیسې لري او وايي "د هغه شهرت یوازې د هنر له کبله نه بلکې د ښو اخلاقو او زړه سوي له کبله هم و. له غریبانو سره یې مرسته کوله، مثبت فکر یې درلود، له هېچا سره یې رقابت نه درلود."

احمد د انځور حقوق FB
Image caption احمدظاهر چې استاد فضل احمد نینواز یې کلک ملګری و، د خپلو نویو سندرو تمرین له هغه سره کاوه. له کیڼ لاس: د احمدظاهر شاګرد ولید، نینواز، استاد امیر محمد او احمدظاهر

ښاغلی راغب وايي "یوه ورځ یې د کابل په قلعه فتح الله خان سیمه کې یوه چمیار، موچي ته چې له یوې مودې یې پېژانده وویل، موټر ته راخېژه. هغه وویل چېرې ولاړ شم ټول سامان او وسایل مې پر سړک پاتې شول. ویل یې هغه بل چا ته پرېږده چې وایې خلي. دی یې توره بازخان څلورلارې ته بوته چې د بوټ جوړولو یو دوکان خلاص ولاړ و. ورته یې وویل چې، دا دوکان مې تا ته اخیستی او نور ته پوه شه خپل دوکان دې."

ښاغلي راغب یې بله کیسه وکړه چې "یوه ګُل او ګُلدانۍ پلورونکي څخه به یې هر وخت وړې ګُلدانۍ اخیستې، د کور په برنډه کې یې تر ۵۰ ډېرې ګُلدانۍ او وچ ګلان پراته ول. ما ورته وویل چې نه یې شې ساتلی ولې یې اخلې؟ ویل یې چې دا کس نشم خپه کولی، خیر دی راوړي دې یې."

د احمدظاهر وروستۍ مېرمنې فخریې کیسه کړې چې "څو ځلې یې قبر ته د دعا لپاره ورغلم چې ګورم یوه بوډۍ یې قبر ته ناسته ده او دعا کوي. ما چې ورته وویل، ته دلته تر ما هم ډېره راځې ولې؟ بوډۍ ښځې وویل، زما زوی ناروغ و او ما څلور کڅوڼې وینې ته اړتیا درلوده. روغتون له پیسو پرته وینه نه راکوله، خو احمدظاهر له یوې خوا راپیدا شو او ماته یې پیسې راکړې. ما ورته وویل چې ته څوک یې، ده ځان راونه پېژانده. ما چې ډېر ټینګار وکړ نو ویې ویل چې احمدظاهر نومېږم. اوس مې زوی ژوندی ګرځي."

احمدظاهر به له بېسوادۍ سره د مبارزې، سره میاشت او خیریه موسسو سره د مرستې لپاره کنسرتونه ورکول. تقریباً له هر هغه چا سره چې یو ځل یې لیدلی د احمدظاهر ښه خاطره شته.

احمدظاهر د انځور حقوق FB

د ډېری موسیقي پوهانو په وینا د احمدظاهر په غږ کې یو سوز نغښتی و چې د ډېرو پام یې ځان ته وراړاوه. دی نه یوازې په افغانستان بلکې په سیمه کې شهرت لري. احمدظاهر په افغانستان کې یو له لومړنیو کسانو و چې غربي موسیقۍ ته یې له شرقي سره وفق ورکړ، د اکاردیون، ارګن او ترومپت سازونه یې رواج کړل. ده به ویل غواړي غربي‌ او هندي موسیقي د اجرا ډول له اصیلي‌ افغاني‌ موسیقۍ سره پخلا کړي.

احمدظاهر ته ځانګړې راډیو، ټلویزیوني چینل، وېبپاڼه او د ټولنیزو شبکو حسابونه جوړ شوي چې له ده پرته د بل چا سندرې پرې نه خپرېږي.

ښاغلی راغب وايي "موږ د احمدظاهر ډلې د یوه کال لپاره انټرکانټیننتل هوټل کې د هرې جمعې شپه کنسرت درلود. احمدظاهر به ویل که یوه شپه، یوه څوکۍ هم تشه وه، زه نور کنسرت ورکول بندوم. خو نه یوازې دا چې یوه څوکۍ به هم تشه نه وه چې په سلګونه خلک به په تالار کې ولاړ ول."

"احمدظاهر په زړونو کې ژوندی دی "

احمدظاهر د ۱۳۲۵ لمریز کال د جوزا پر ۲۴ وزېږېد او ۱۳۵۸ کال کې د ۳۳ کلنۍ د زوکړې پر ورځ په سالنګ کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو، چې تر اوسه هم ډېر کسان یې یو طراحی شوی قتل بولي او ادعا کوي چې د حکومت د ځینو چارواکو لاس پکې و. خو داسې څېړنه او شواهد نه دي وړاندې شوي چې دا ادعا د ځینو ثابته کړي.

د انځور حقوق FB

ښاغلی راغب چې کلک باور لري چې احمدظاهر وژل شوی وايي "دښمنانو یې احمدظاهر ونه شو وژلی، چې افغانستان ژوندی وي احمدظاهر به ژوندی وي."

د احمدظاهر مینه والو باور نشو کولی چې مړ شوی دې وي. د چاریکار له روغتونه د باندې یې ګڼ مینه وال ټول شوي ول. مړی یې په کابل کې د شهدای صالحین هدیره کې د زرګونو ښځو او نارینه وو ویرکوونکو مینه والو د ژړا په بدرګه خاورو ته وسپارل شو. لسیزې وروسته اوس هم د احمدظاهر د قبر لیدو ته ډېر خلک ورځي.

د ښاغلي شادان په وینا، کله چې د احمدظاهر په شان یو هنرمند په ځوانه ځوانۍ مري، یقیناً چې دا یې مرتبه ډېره لوړه وړي او د خلکو په فکر کې یې تلپاتی کوي او له یاد او خاطراتو سره یې د خلکو عواطف تړل کېږي.

که احمدظاهر ژوندی وای د غبرګولي پر ۲۴ چې په افغانستان کې د مور د ورځې په توګه لمانځل کېږي، د مور او همدارنګه زما د زوکړې پر ورځ به دی ۷۲ کلن و ...

خو له مینه والو سره یې انځور د هم هغې مستې او سرشارې ځوانۍ پاتې شو.

اړونده مطالب

ورته مطالب