یوه اونۍ کې زرګونو افغانانو کور کلی پرې ایښی

افغانستان د انځور حقوق Getty Images

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همږغۍ دفتر یا اوچا (OCHA) پخپل تازه راپور کې ویلي چې یوازې په تېره اونۍ کې په ننګرهار، نورستان، کونړ، زابل او هلمند ولایتونو کې نژدې نهه زره کسان د ناامنۍ له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

راپور وايي د ناامنۍ ترڅنګ خلکو مجبور شوي چې د سیمه ییزو زورواکو له ډاره او د خپلو ماشومانو د زده کړو لپاره له خپلو اصلي مېنو نورو ځایونو ته وکوچېږي.

'درو میاشتو کې ۵۵۰۰۰ افغانان بې ځایه شوي'

د هلمند بې ځایه شوي له حکومته نهیلي دي

(او چا) په خپل راپور کې زیاتوي، د ۲۰۱۸ کال له پیل راهیسې ۱۲۷ زره کسان په ټول افغانستان کې له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

راپور زیاتوي په بدخشان، بغلان، فاریاب، جوزجان، کندز، سرپل او تخار کې کابو ۴۸۰۰ کورني بې ځای شوې پېژندل شوي دي.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

ملګرو ملتونو وايي، تازه بې ځایه شوي کورنۍ بشري او خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د دغه نړېوال بنسټ د بشري مرستو همږغۍ دفتر مخکې په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شوو شمېر یو میلیون کسان ښودلي و، خو په افغانستان کې طبیعي پېښو ته د چمتوالي اداره وايې ۱۶۱ زره کسانو له دوی سره د بې ځایه شویو په حېث ځانونه ثبت کړي دي.

اړونده مطالب