افغانستان: د اوربند لومړۍ ورځ په جګړو پیل شوه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان: د اوربند لومړۍ ورځ په جګړو پیل شوه

افغانستان کې له طالبانو سره د حکومت یو اړخیز اوربند نن پيل شو، خو نن له ډېرو ځایونو د جګړو رپوټونه ورکړل شوې دي. په فاریاب، سرپل، ارزګان او غزني کې د طالبانو په بریدونو کې شاوخوا ۳۰ امنيتي سرتیري وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي. افغان دفاع وزارت ويلي اوربند ته ژمن، خو ځواکونه یې د تیارسۍ حال کې دي. اريا احمدزۍ یې په اړه نور حال راکوي.