د احمد ظاهر تلين
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د احمد ظاهر تلين

نن د جون ۱۴ مه د افغان موسيقۍ يو ځلند ستوري احمد ظاهر د مرګ ۳۹ تلين دی. دی ۷۲ کاله مخکې د ۱۹۴۶ کال پر همدې ورځ زېږېدلی و. احمد ظاهر په ډېر لږ وخت کې افغان موسيقۍ کې خپل هسک ځای جوړ کړ او د فارسي سندرو یې د افغانستان له پولو بهر هم ډېره مينه ګټلي او خپل ټاټوبي کې يې لا تر اوسه هم ميليونونه خلک سندرې اوري. ده په پښتو هم يو څو سندرې ويلي. کابل کې اريا حمدزۍ د احمد ظاهر د هنر په اړه د موسيقۍ له استاذ ګل زمان سره خبرې کړې دي.