سیګار: تېرکال افغانستان کې د کوکنارو کرکېلې ریکارډ جوړکړی

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان پر بیارغونه د څار ځانګړې امریکايي ادارې سیګار مشر جان ایف سوپکو

د افغانستان پر بیارغونه د امریکا ځانګړی څارونکې اداره یا سیګار په خپل یوه تازه رپوټ کې وایي، په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې پر ۳۲۸ زره هېکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې پر خپل ځای یو رېکارډ دی.

سیګار وایي، تېر کال په افغانستان کې له څلور ملیارده ډالرو تر شپږ نیم ملیارده ډالرو په ارزښت اپیم تولید شوي وو.

د یادې ادارې په وینا، په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله له روانې جګړې او اداري فساد سره نېغه اړیکه لري.

د سیګار په وروستي رپوټ کې راغلي، په افغانستان کې یوازې د اپیمو تولید د دې هېواد د کورنیو تولیداتو له ۲۰ تر ۳۲ سلنه جوړوي.

سیګار: ناسمو تګلارو د افغانستان د اقتصادي ودې مخه نیولې

سیګار: افغانستان سره د کېدونکو مرستو حساب ور کول محدود دي

سیګار: پر افغانستان د امريکايي ځواکونو بمباري ډېره شوې

سېګار زیاتوي، په افغانستان کې فاسدو دولتي چارواکو، د مخدره توکو قاچاقبرو او وسله والو مخالفانو یوه مافیایي ټلواله رامنځته کړې ده چې د حکومت لپاره یو لوی سرخوږی دی.

په رپوټ کې راغلي چې د امریکا دولت له ۲۰۰۲ میلادي کاله نیولې تر ۲۰۱۷ کاله پورې په افغانستان کې د کوکنارو د کرکیلې د مخنیوي لپاره ۸ اشاره ۶۲ ملیارده ډالر لګولي.

خو له دې ټولې پانګونې او هڅو سره سره افغانستان بیا هم په نړۍ کې د اپیمو تر ټولو لوی تولیدوونکی دی.

رپوټ وایي، د دې کاروبار د مخنیوي لپاره د امریکا او افغان دولتونو او نړیوالې ټولنې هېڅ کومې پروژې تر دې دمه اوږدمهاله مثبتې پایلې نه درلودې.

سیګار اندېښنه ښودلې چې د افغانستان په هغو سیمو کې چې تر ټولو ډېر کوکنار پکې کرل کېږي، امنیتي او اقتصادي وضعیت تر ټولو بد دی.

له همدې کبله ښایي په دې هېواد کې د مخدره توکو کرکیله او کاروبار د څو لسیزو لپاره دوام وکړي.

سیګار همدا رنګه نیوکه کوي چې د امریکا دولت د افغانستان د امنیت، پرمختګ او حکومتي ستراتیژۍ برخو کې د نشیي توکو پر ضد مبارزې ته جدي پام نه دی کړی.

رپوټ وایي، امریکایي چارواکو یو مهال ټینګار کاوه چې د کوکنارو د کر د مخنیوي لپاره باید له هوا نه دوا وشیندل شي، خو دې وړاندیز د افغان او امریکایي حکومتونو ترمنځ اړیکې خرابې کړې.

ورته مطالب