اشرف غني: د طالبانو لخوا د اوربند عملي کېدو هرکلی کوو

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان ولسمشر د طالبانو په رهبرۍ غږ وکړ چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووایي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وسله والو طالبانو له خوا د اوربند د عملي کېدو له چارې هر کلی کړی او هیله یې ښودلې چې دا اوربند دوام پیدا کړي او بیا د افغان مسلمان ولس وینه تویه نه شي.

ولسمشر غني چې نن جمعه د جون ۱۵مه د په ارګ کې د کوچني اختر تر لمانځه وروسته خبرې کولې، وویل د شپې له دولس بجو تر دا مهال دواړې خواوې په ټول افغانستان کې اوربند ته ژمنې پاتې شوې دي:

"په اوسني تاریخ کې د دې لومړني اوربند مبارکي د افغانستان ملت ته وایم. موږ نه يوازې د دې بلکې د هر هغه اقدام چې د وينې د بهېدو مخنيوی کوي، هرکلی کوو."

نوموړي، له نړیوالي ټولنې په ځانګړي ډول د امريکا د متحدو ايالتونو، د ناټو سازمان، د اسلامي کنفرانس سازمان، برتانيې دولت، اروپايي ټولنې او شانګهای سازمان څخه هم مننه وکړه چې د ده په خبره د افغانستان د سولې له پلان او اوربند څخه يې ملاتړ کړی دی:

"پرون شپه زه خادم الحرمین الشریفین سره وغږېدم او د عربستان محترم پاچا خپل ټول او ټینګ ملاتړ له سولې او اوربند نه د افغانستان د ولس لپاره اعلان کړ."

* ښځو لاریون: لنډمهالی اوربند وغځوئ

* 'د اوربند اعلان خلکو کې کمزورې هیله راټوکولې'

* افغان دولت د طالبانو درې ورځني اوربند هرکلی کړی

افغان ولسمشر د طالبانو په رهبرۍ غږ وکړ چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووایي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د علماو وروستني وړاندیزونو ته چمتووالی وښيي:

"میلیونونه افغانان د دغه اوربند حمایت کوي، تېره ورځ په یو خودجوشه حرکت کې په ننګرهار کې محترمې ښځې له کورونو راووتلې او د اوربند د ملاتړ تر څنګ یې د هغه د دوام غوښتنه وکړه."

د سولې له پروسې څخه د افغانانو په منځ کې قاطع ملاتړ او ملي اجماع موجوده ده، ملت اماده دی چې په هر قېمت وي د سولې ملاتړ ته دوام ورکړي او دولت د ملت د ارادې په اساس حاضر دی چې هر اړخیز ګامونه واخلي:

"د دغه ملاتړ ښه مثال د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان دی چې پرته له حکومتي او سیاسي ملاتړ څخه یې په سلهاوو کیلومتره مزل وکړ، تر څو په تڼاکو پښو او ستړي ځانونو کابل ته د سولې پیغام را ورسوي، د کابل ولس باندې ناره کوم چې د دوی هرکلی وکړي."

د بین الافغاني سولې لپاره موږ د علماو د منځګړتوب منلو ته اماده یوو او غواړو چې د سولې مالکیت له ملت سره وي.

ولسمشر غني له خلکو هم مننه وکړه چې د خطرونو په شتون کې یې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د رایه کارولو لپاره نومونه لیکلي دي.

د انځور حقوق FB

افغان ولسمشر وویل، په ټاکنو کې د افغانانو له برخه اخیستنې جوتېږي چې دوی د راتلونکي لپاره تر ټاکنو غوره نسخه نه ویني، ځکه چې نورې نسخې ازمویل شوي او ناکامه شوې دي.

ښاغلي غني تېره پنجشنبه د جون ۷مه په یوه ویډیويي پیغام کې د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې له وسله والو طالبانو سره یو اړخنیز اوربند اعلان کړ او افغان ځواکونو ته یې امر وکړ چې

په یاده موده کې پر افغان طالبانو یرغلیز بریدونه ونه کړي.

وسله والو طالبانو هم د افغان دولت له خوا د اوربند تر اعلان وروسته د کوچني اختر په درېوو ورځو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې اوربند اعلان کړ، خو ویې ویل، د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې به یې بریدونه دوام وکړي.

ورته مطالب