ننګرهار کې ځانمرګی برید: لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي

  • نصرت صمیمي
  • بي بي سي، کابل
ننګرهار

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

افغانستان کې د دولت او طالبانو ترمنځ د دوه اړخیز اوربند په دویمه ورځ، د دغه هېواد په ختیځ کې د امنیتي ځواکونو، طالبانو او عامو وګړو یوه غونډه کې ځانمرګي برید ۲۵ کسان وژلي دي.

دغه کسان د اوربند لمانځنې لپاره سره ټول شوي وو. داعش وسله والې ډلې ویلي، دغه برید دوی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دولت لخوا د دغه بیساري اوربند د غځولو اعلان کړی دی.

ننګرهار حکومتي چارواکي وایي، په روداتو ولسوالۍ کې داسې مهال ځانمرګی برید وشو چې عام وګړي، طالبان او دولتي سرتېري د اوربند لمانځلو لپاره راټول شوي وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، چاودنه نن له غرمې وروسته د جلال اباد ښار په ۱۵ کیلومترۍ کې د امان الله خان مېنې د دروازې مخې ته شوې چې د دولتي سرتېرو، طالبانو او ولسي وګړو په ګډون یې ۲۰ کسان یې وژلي او ۴۷ نور یې ټپیان کړي دي.

بل لور ته ننګرهار کې تر چاودنې لږ وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټلویزیوني وینا کې له طالبانو سره د اوربند غځولو اعلان وکړ.

ښاغلي غنی وویل، ۴۶ طالبان یې اوربند ته د ښه نیت ښوولو لپاره له زندانه خوشې کړي دي. د ولسمشر په خبره، دا لړۍ به روانه وي، خو شرط یې دا دی چې طالبان هم د اوربند او د سولې خبرو په تړاو خپل مثبت نیت وښيي.

ښاغلي غني وویل، افغان دولت چمتو دی چې د ګاونډیانو له رول څخه نیولې د بهرنیو ځواکونو د حضور برخلیک پورې له طالبانو سره خبرو ته کښیني.

بل لور ته نن په کابل او یو شمېر ولایتونو کې خلکو او دیني عالمانو د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې له طالبانو او دولت نه د اوربند غځولو غوښتنه وکړه.