له هلمنده تر کابله؛ ''د سولې کاروان''

د سولې کاروان له روژې درې ورځې مخکې خپل مزل له لښکرګاه پیل کړ. اته زلمي سره ملګري شول چې د جګړې ټغر له کړېدلي هېواده ټول شي. د دې ډلګۍ مشر ۲۷ کلن اقبال خیبر دی، د طب پوهنځي محصل چې له زده کړو سره یې لښکرګاه کې درملتون چلاوه.

د پیل ملګري یې قیس هاشمي، پاچا خان، بالول خان، عبدالسلام بیان، لال محمد زهیر، سردار محمد سروري او قدرت الله همدرد دی، چې عمرونه یې له ۲۳ تر ۳۰ کلونو پورې دي. په زابل او غزني ولایتونو کې ګڼ شمېر تنکي ځوانان او سپین ږیري ورسره مل شول او اوس یې شمېر ۷۷ کسانو ته رسېدلی.

انګېزه

د نوي کال په ورځو کې په لښکرګاه کې د غېږ نیونې لوبه کې، چې لېدو ته یې ګڼ شمېر خلک او ماشومان هم ورغلي وو، ځانمرګی برید وشو، چې ۱۳ کسان یې ووژل او ډېر شمېر نور ټپیان شول. له هغه وروسته د اقبال خیبر په ګډون ځینو کسانو د اعتراض خیمې لاندې پرلت وکړ.

د دوی غوښتنه په هلمند کې د اوربند رواستل وو. دې بهیر څو اونۍ دوام وکړ، پرلتوالو، لوږتړ (د نه خوړو اعتصاب) وکړ، خو وايي، چا یې غږ وانه ورېد.

دې ناهېلۍ دا ډله اړ کړل چې له لښکرګاه تر موسی کلا پلي مزل وکړي او طالبانو ته خپله غوښتنه مخامخ ووایي، چې په وینا یې هرکلی یې و نه شو. وروسته د سولې کاروان خپله مخه د کابل لوري ته کړه. د ډلې سرلاری اقبال خېبر په خبرو کې ارام خو په هوډ کې ټینګ ښکاري.

د ستومانۍ، ګرمۍ او روژې په اړه مې ترې وپوښتل:

Image caption مارچ میاشت کې یوازې اوو کسانو لشکرګاه کې دغه لاریون پیل کړ

''پښې مو په وار وار تڼاکې شوې، یو معلول ورور راسره دی چې په دواړو سترګو څه نه ویني، سپېن ږیري د زنګونو، شکرې، او پښتورګو ستونزې لري، خو موږ په خپله اراده کې مضبوط و، ځکه چې دا ټول د هغه بیې پرتله چې ملت یې هره ورځې پرې کوي هېڅ هم نه وو. ''

قیس هاشمي چې وايي، په ټټر کې یې مرمې خوړلي، د بدن اوبه یې کمېدې او د ګرمۍ له امله یې ډېر عذاب ګاللی.

د ډلې بل غړی لال محمد زهیر وايي، د هوایي بریدونو له امله یې خپل کور او کلی پرېښود او له خپلې خور سره لښکرګاه ته کډه شو. وروسته د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره له یو مستري سره شاګرد شو، خو په وینا یې په ښار کې د ژوند بیه ورته ګرانه وه. اړ شو چې خپل کلي ته ستون شي.

نوموړي وویل، وروسته د ویجاړ کور په انګړ کې ماین وچاود، خور یې ووژل شوه او زهیر په داوړوسترګو ړوند شو.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د سولې کاروان غزني کې

د سولې کاروان د خلکو له هرکلي ډېر منندوی دی. دوی شعار ورکوي:

''جنګ دی جنګ دی ژوند مو چې بدرنګ دی ''

ښاغلی خیبر وایي، نه ور سره چا مالي مرسته کړې او نه هم په کومه سیاسي ډله پورې تړلي دي.

هغه وویل، په لښکرګاه کې یې د سفر بکسونو او څپلۍ اخیستې وې خو پیسې یې نه درلودې چې ترلاسه یې کړي، چې په خبره یې په لار کې د دوی وضعیت ته په کتو یو کس د مرستې وړاندیز وکړ او دوی ورته وویل چې په لښکرګاه کې مو توکي دي او هغه دې ورته راوړي.

خلکو تر خپل وسه دوی ته روژه ماته ورکړی چې وچه ډوډۍ، شړومبې وې یا چا بېسکوت او کلچې، نورو بیا پاخه خواړه ورته ډالۍ کړي.

Image caption د طب محصل محمد اقبال خیبر خلکو ته وینا کوي

د سولې کاروان د لارې په اوږدو له ولسونو غوښتي چې په خپله سیمه کې د سولې شورا جوړه کړي، د سیمې د طالبانو او دولتي پوځیانو سره خبرې وکړي او د پخلاینې زمینه برابره کړي.

د سولې کاروان تر دې دمه ډېری مزل د طالبانو په سیمه کې و. هغوی پاخه سړک ته نه رواتل خو د سولې کاروان لېدو ته سړک ته راوتل. دوی وايي، طالبانو او حکومتي سرتېرو په ورته توګه د سولې غوښتنه کوله. په یوه سیمه کې پولیسو له خپلو پیسو دوی ته خواږه او بسکټ مخ ته وروړي.

د پوځ یو افسر ورته ویلي، چې زه هره ورځ خپلو ماشومانو ته د یتمانو په سترګه ګورم. پوهېږم چې زما له وژل کېدو وروسته به مې کورنۍ د جوماتونه په مخ کې سوال کوي، ژوند به یې تباه شي.

د سولې کاروان اوس د کابل څنډو ته نږدې شوی. د دوی په وینا نه غواړي چې د افغان دولت چارواکو سره وویني که بلنه هم ور کړل شي.

خو کومې غاړې چې د دوی غوښتنې ومنلې هغې ته به د ولس ملاتړ ور کوي.

د سولې کاروان پر څلورو غوښتنو پرېکړه کړې، چې اوږد مهاله اوربند، د خبرو اترو لپاره دې څرګنده پته په نښه شي، ګډ نظام یا حکومت دې جوړ شي او وروسته دې د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره مهال وېش وټاکل شي.

Image caption د سولې له دې کاروان سره د وردګو ټوپ دښته سیمه کې لسګونه عام خلک د هرکلي په پار یوځای شوي وو

له دې څلورو غوښتنو سره په اختر کې د اوربند ژمنه هم وه چې ومنل شوه. د سولې کاروان غواړي چې په کابل کې پرلت وکړي او هر اړخیز ملاتړ تر لاسه کړي.

دوی وايي، له یوې دمې وروسته به د شمال په لور وخوځیږي. له بلخ جوزجان، فاریاب، بادغیس وروسته به هرات ته پلی مزل وهي.

دوی کله چې پلازمېنې ته ورسېږي، نه غواړي له اوسني یا مخکیني ولسمشر سره وویني. دغه راز دوی نه غواړي د کوم ګوند یا تحریک اړوند وبلل شي، خو وايي: د هر هغه چا ملاتړ کوي چې د دوی د سولې غوښتنه مني. یوه لاریون کوونکي وویل:

''هر څوک چې زموږ غوښتنی لومړی ومني، زموږ ملاتړ به ورسره وي. ''

Image caption لال محمد ظاهر د جګړې له کبله کور، دنده او نظر له لاسه ورکړي

د لاریونیانو له هڅو سره هممهاله حکومت او طالبانو اوربند اعلان کړی، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې ایا دا به افغانستان کې د سولې راتګ لپاره لومړي ګامونه وي.

محمد اقبال خیبر نه غواړي وړاندوینې وکړي، خو نوموړی وايي، په دې باور دی چې طالبان هم د ملکي خلکو په څېر له جګړې ستړي دي.

اړونده مطالب